پراګ - د پاکستان د پارلېمان ځېنې غړي وايي، د عدلیې د سپکاوي د وروستیو نوټسونو څخه دا تاثر اخیستل ناسم دي چې ګواکې پارلېمان او عدلیه اختلافات لري او یا دواړو ادارو له خپلو ټاکلو حدودو څخه تجاوز کړی دی.
دوی تېر مازیګر (فبروري ۰۷) له مشال راډیو سره تر هغې وروسته خبرې وکړې چې سپریم کورټ د مسلم لیګ (ن) یوه مشر دانیال عزیز ته د ۱۰ ورځو وخت ورکړ چې د عدالت د سپکاوي تور د سپینولو لپاره دې وکیل ونیسي.
سپریم کورټ د سې شنبې یا نهې پر ورځ د یاد ګوند بل مشر طلال چودري ته هم د وکیل نیولو لپاره یوه اوونۍ وخت ورکړی.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه سپریم کورټ د عدلیې د سپکاوي په تور د مسلم لیګ (ن) یوه مشر نهال هاشمي ته د یو میاشت بند او تر پینځو کلونو د نااهلۍ سزا واوروله.
د مسلم لیګ دې مشرانو په اړه قضیې هغه وخت پیل شوې دي چې دوی د پاناما اسنادو په ترځ کې د ګوند د مشر میانواز شریف او د هغه د کورنۍ پر ضد د سپریم کورټ اقداماتو او پرېکړو په باره کې څرګندونې او ویناګانې کړې وې.
خو د پیپلز ګوند له خوا سېنېټر تاج حیدر وايي، د پارلېمان د څو غړو پر ضد اقدام د ادارو تر منځ د اختلاف معنا نه لري:
((د پارلېمان یو، دوه غړي که داسې خبرې کوي نو دا د ادارو تر منځ د ټکر معنا نه لري. پارلېمان او سیاستوالانو د عدلیې د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي. نو که اوس موږ د عدلیې درناوی ونکړو او د ازادۍ لپاره یې و نه درېږو نو دا بیا زیاتی دی.))
د تحریک انصاف له خوا د قامي اسمبلۍ استازی ډاکتر عارف علوي پر دې انتقاد کوي چې ولې سیاستوالان د خلکو واقعي مسلو پر ځای د دایرو اختلافاتو ته توجه ورکوي:
((زه پر دې پوهېږم چې د پاکستان ایین چې ستا بچیو ته د تعلیم حاصلولو ضمانت ورکړی، تا ته یې د روزګار ضمانت درکړی، د اقتصاد د ښه کولو په اړه یې ویلي، پر دې موضوعاتو هېڅوک خبره نه کوي، د هېچا ورسره سروکار نشته. د کومو ادارو خبره کوئ تاسې؟ دا راته ووایاست چې [مسلم لیګ ن] وايي، ولس به دا پرېکړه کوي چې چا غلا کړې او چا نه ده کړې. نو ګورئ، زه د غاښونو ډاکتر یم، د مریض د علاج پر وخت به تاسې ته راته مشوره راکوئ او که زه به له خلکو څخه سلا اخلم چې ناروغ ته څه دوا ولیکم؟))
علوي زیاتوي، هره اداره په خپل کار پوهېږي او ده ته نه ښکاري چې ګواکې پارلېمان یا عدلیه له خپلو دایرو ووځي.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) یو مشر او په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف د کمېټۍ مشر چودري محمد اشرف هم وايي چې د عدلیې او پارلېمان تر منځ اختلافات نشته خو پارلېمان د هېواد تر ټولو مهمه او ستره اداره ده چې قوانین جوړوي:
((د ادارو تر منځ مخکې هم لویه شخړه نه وه. اصلاً لانجه د [قوانینو] د تعبیر او تشریح ده. کله چې په قوانینو کې د تعبیر لانجه وي، نو هغه سمېږي. خو د قانون جوړونې واک له پارلېمان سره او د تشریح اختیار، پارلېمان، عدالتونو ته ورکړی دی. دا هم درته وایم چې د پارلېمان غړي دا واک نه لري چې د [عدالتونو] پر ځېنو مشخصو پرېکړو ناروا انتقاد وکړي.))
د پارلېمان غړي ګڼي چې د پاکستان جمهوري نظام تسلسل ته اړتیا لري چې ورسره به ټولې ادارې په ښه توګه د خپلو ټاکلو حدونو دننه د کار کولو زیاته وړتیا ولري.