د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ مېلمه مو د سويډن له مالمو ښاره سندرغاړی کبير اميري وو.
نوموړی د هنري هغو تر څنګ په ټولنيزو او سياسي چارو کې هم فعاله دی.
اميري وايي، د خپل مشر ورور په هڅونه يې هنر ته مخه کړه او هدف يې پښتني شعر او موسيقۍ ته خدمت کول دي.
د ده دا خبرې او څو سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.