په اسلام اباد کې د خپلو غوښتنو لپارهدقبایلياو نورو پښتنو سیمو ځوانانو، مدني فعالانو او سیاستوالانواحتجاجي ناسته په نهمه ورځ هم دوام لري.
په لوی شمېر کې د خلکو دغه اجتماع ته په کتو دا پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا د دوی لپاره د یو لوی تحریک اغاز ثابتېدای شي که څنګه؟
پښتون سیاستوال او کارپوه افراسیاب خټک نظر لري چې که څه هم دغه تحریک په ابتدايي مرحله کې دې خو دا د بیدارۍ یو علامت دې.
''خلک راویښ شوي دي او کوم مشکلات چې یې په تېرو څلوېښتو پنځوسو کلونو کې ګاللي دي، دوی یو قسمه قدم پورته کړی دی چې د خپلو ستونزو اواز تر اسلام اباده ورسوي. دا یو خودرو تحریک دی، د یو یا بل سیاسي ګوند لپاره نه دي، په دې کې اکثره فعالان دي چې هم په خلکو کې دي او له مختلفو ګوندونو سره یې تعلق دې. دا به داسې نه وي چې ټول عمر به دهرنا جاري وي. دا به یوې نتېجې ته ورسیږي خو دا ضرور ده چې یوه بیداري ده چې خلک نور اوس چوپ پاتې کېدو ته تیار نه دي. دا خبره معلومه شوه چې نور دا نه ده چې وزیرستان یوه بنده پیاله ده یا دروازه ده چې د هغې تر شا چې به هر څه کېږي او خلک به ترې نه خبرېږي.''
خبریال صفدر داوړ چې د پرلت په ځای کې موجود دی، وايي چې په اول ځل دوی و لیدل چې یو قام په دومره لوې شمېر کې د خپلو حقونو لپاره راټول شوي دي.
''په زرګونو کسان ځي راځي، تقریرونه کوي، ګیلې شکوې کوي او خپلې ستونزې بیانوي. موږ په تاریخ کې چرته هم داسې نه وو لیدلي چې په لوی شمېر کې یو قام سره یوځای شوی وي او په یوه خبره ولاړ وي. د دوي ډېرې اسانې مطالبې دي. دا کوم اتفاق او تحریک موږ وینو دا مخې ته روان دی او خلک پکې کمېږي نه بلکې زیاتېږي."
د داوړ په خبره د مظاهرچیانو مطالبې په اسانۍ سره پوره کېدای شي او د ریاست خلاف پکې هېڅ نه شته نو پکار ده چې حکومت دغه مطالبات و مني.
مظاهره چیان غوښتنه کوي چې د وزیرستان ځوان نقیب مسود او نورو ګڼو پښتنو ځوانانو د وژنې پلټنې دې وشي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړل شي، لادرکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي، د دوی اییني او بشري حقونو ته دې درناوی ورکړل شي او قبایلي سیمې دې له ماینونو صفا کړلې شي.