د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاصمه جهانګیر: "د جمهوریت سربازه"


پراګ - د فبرورۍ پر اتمه عاصمې جهانګير د وروستي ځل لپاره ولسي غونډې ته وينا وکړه او دا غونډه د اسلام اباد د پښتنو د پرلت وه.

خو تر دې وينا درې ورځي وروسته د زړه د سکتې له امله په حق ورسېده.

هغې په خپله وروستۍ وينا کې ويلي ول:

((زما په فکر له پښتنو او باچا خان پرته پاکستان به تنګ نظره پاکستان وي.))

د پښتنو ناستې ته د عاصمې جهانګیر د وینا یوه جمله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هغه نه يوازې په پاکستان بلکې په نړۍ کې د داسې مبارزې په توګه شهرت درلود چې ټول ژوند يې د جمهوريت، د ایین ، قانون واکمنۍ، د بشري حقونو ژغورنې، د لږکيو او په پاکستان کې د ځپل شویو طبقو د حقونو د خونديتوب لپاره مبازره کړې وه.

د دې د مبارزې ښه تشريح د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز پر خپله ټوېټر پاڼه په دې ټکو ې کړې ده.

((جمهوريت، بشري حقونو او د جبر ضد جنګېدوندونکو يوه سپاهۍ يا سرتېره وبايلله، دا د ټولو زيان دی. ډېره غمجنه ورځ ده.))

عاصمه جهانګير په ۱۹۵۲ز کال کې په لاهور کې زېږېدلې وه او له پنجاب پوهنتونه يې د قانون ډګري ترلاسه کړې وه.

په ۱۹۸۰ز کال کې د هایکورټ او په ۱۹۸۲ کې د سپريم کورټ وکيله شوه.

د پښتنو احتجاجي ناستې ته د عاصمې جهانګیر د وینا ویډیو

هغې چې وکالت پیل کړ نو هغه وخت په پاکستان کې د جنرال ضیاء الحق مارشل لا لګېدلې وه. عاصمه جهانګير د جمهوريت د بحالۍ په تحريک کې شامله شوه او پر دې مهال زندان ته واچول شوه.

کله چې په ۲۰۰۷ز کال کې د جنرال مشرف له خوا د معزوله چيف جسټس چيف افتخار چودري د بحالۍ لپاره وکيلانو تحريک وچلاوه نو هغه د تحريک له مخکښانو یوه وه.

پر دې مهال نظره بنده هم شوه.

په پاکستان کې که جمهوريت وو او که امريت، ترهګري وه او که سختدریځي، عاصمه جهانګير به پر هره موقع او هر ځای د قانون واکمنۍ، بشري حقونو او له زغمه ډکې ټولنې لپاره خپل غږ پورته کاوه.

کاش چې څوک راته ووايه چې نه ده مړه.
ډاکتره عایشه صدیقه

دې ډېر مينه وال هم لرل او سخت مخالفين هم.

خو تر مرګ وروسته يې يو مخالف او د تحريک انصاف یوه مشر اسد عمر پر ټوېټر پاڼه وليکل:

((زما پر ډېرو خبرو له عاصمه جهانګير سره اختلاف وو خو هغه په خپل کې ډېره واضحه او پر هغه ټينګه پر ولاړه وه.))

هغې ته دا وياړ هم ترلاسه دی چې د پاکستان سپريم کورټ بار اسوسي اېشن لومړنۍ ښځينه مشره او د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان په بنسټ اېښودونکو کې وه.

زهرا يوسف د پاکستان هيومن رايټس کميشن پخوانۍ مشره او د عاصمه جهانګيري ډېره نږدې ملګرې ده. هغې مشال راډیو ته وويل:

(([د عاصمې جهانګیر مړینه] یوازې د بشري حقونو د غورځنګ نه بلکې د ټول هېواد داسې تاوان دی چې نه پوره کېږي. د هغې په څېر انسانان کم وي. په پاکستان کې د هغې همت او هوډ ما په بل چا کې نه دی لیدلی. تر ټولو مهمه خبره د هغې د کار وه. هغې به خلکو ته الهام ورکاوه، د بشري حقونو د کمېسیون کسانو ته یې الهام ورکاوه، خلکو ته یې جرات ورکاوه چې جدوجهد وکړي. دا یې ډېره لویه خوبي او ځانګړنه وه.))

جمهوريت، بشري حقونو او د جبر ضد جنګېدوندونکو يوه سپاهۍ يا سرتېره وبايلله
مریم نواز

په پاکستان کې پر ټولنيزه ميډيا د عاصمې جهانګير پر مړينه ليکنې کېږي او خلک د هغې د جمهوريت د بحالۍ لپاره د مبارزې تصويرونه شريکوي چې پکې هغه تصوير هم شته چې يو پوليس دا ګرفتاروي.

پر ټوېټر پاڼه د پاکستان وزيران، سلاکاران، وکيلان، خبريالان، مدني او سياسي فعالان د هغې پر مړينې په اړه ليکي.

د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف ليکلي: ((پاکستان د جمهوريت او بشري حقونو ستره مبارزه و بايلله.))

يوې نومیالۍ څېړونکې او ليکوالې عايشې صديقه ليکلې: ((عاصمه جهانګير مړه شوه. کاش چې څوک راته ووايه چې نه ده مړه.))

XS
SM
MD
LG