د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د شیعه ګانو وژنو او سعودي ته د سرتېرو استولو ضد احتجاج


د فبرورۍ له لومړۍ تر ۱۰مې پورې هم پښتنو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه
د فبرورۍ له لومړۍ تر ۱۰مې پورې هم پښتنو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه

پراګ - د پښتنو سېمو فعالان د یکشنبې پر ماښام پینځه بجې په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کوي.

د احتجاج یوه منتظم شبیر ساجدي مشال راډیو ته وویل، دوی په ډېره اسماعیل خان کې د هدفي وژنو او سعودي عرب ته د پاکستانیو سرتېرو د ور استولو ضد ورغونډېږي:

((د ملک په طول و عرض کې چې له پښتنو سره کوم ظلم روان دی، د هغې پر ضد هم احتجاج کوو.))

ساجدي وايي، د پاکستان سلامتیا او امنیت ته لومړیتوب ورکوي، خو ((که په ډېره اسماعیل خان او فاټا کې امن نه وي)) نو بیا حکومت ته په کار نه دي چې ((سعودي عرب ته پوځیان واستوي.))

شبیر ساجدي زیاتوي چې په احتجاج کې یوازې اهل تشیع نه بلکې ټول پښتانه فعالان ګډون کوي او موخه یې د پښتنو له ستونزو واکداران خبرول دي.

د پاکستان پوځ د زیارت پر ماښام ویلي ول چې یوه دسته سرتېري د سعودي پوځیانو ((روزنې او ورته د مشورو)) لپاره استوي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ویلي ول چې د پوځیانو دا قطعه به له سعودي خاورې بهر نه ځي او دا چې د سرتېرو استول د پخوانیو ((دوه اړخیره امنیتي همکاریو تسلسل دی.))

د پاکستان د پیپلز ګوند له خوا د سېنېټ استازي فرحت الله بابر د پوځ پر دې اقدام انتقاد کړی دی.

د ډېره اسماعیل خان د هدفي وژنو پر ضد پښتنو تېره اوونۍ په بني ګالا کې د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف مشر عمران خان کور مخې ته هم مظاهره کړې وه.

د پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح الدین مسود وايي، په ډېره اسماعیل خان کې د امنیت لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG