د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تر بنديز لاندې ډلو پر ضد اقدامات: فشار که همږغي؟


د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن مشر حافظ محمد سعيد
د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن مشر حافظ محمد سعيد

پراګ - د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ د دې هېواد د سېنېټ يوې کمېټې ته ويلي چې دوی د حافظ سعيد په مشرۍ د جماعت الدعوه ډلې او له دې ډلې سره د تړلې خيراتي ادارې فلاح انسانيت فاونډېشن په ضد کوټلي اقدامات کړي دي.

د وزارت سېکرټري ارشد مرزا د يوې غونډې پر مهال دې کمېټې ته ويلي چې دوی نه يوازې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او ګلګت بلتستان کې د دې ډلو دفترونه تړلي بلکې په پنجاب صوبه کې يې تر دې دمه د دې دوو ډلو ۱۴۸ پانګې او دفترونه په خپل کنټرول کې اخيستي دي.

د چارسدې په باچان پوهنتون کې ښوونکی او د سيمه ييزو چارو کارپوه ډاکټر عبدالشکور وايي چې پاکستان ته دا ګام ډېر مخکې پورته کول په کار و.

له پاکستان سره ډېر لږ وخت پاتې دی چې نړۍ ته وښيي چې دوی نور د وسله والو ډلو ملاتړ نه کوي

د نوموړي په وينا دا کار يوازې د امريکا د فشار له کبله نه دی شوی بلکې پاکستان داخلي ستونزې هم لري. عبدالشکور زياتوي چې دا اقدامات د پاکستان او د دې هېواد د اقتصاد لپاره ډېر اړين دي او لږ وخت ورسره پاتې دی چې نړۍ ته وښيي چې دوی نور د وسله والو ډلو ملاتړ نه کوي.

نوموړی زياتوي چې د پاکستان د نږدې ملګرو چين او سعودي لپاره هم دا ګرانه شوې چې پر هر دريځ د پاکستان دفاع وکړي.

د پاکستان حکومت دا ګام له هغه وروسته پورته کړ چې د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې (فايننشل اېکشن ټاسک فورس) په فبروري مياشت کې په شوې غونډه کې دغه هېواد [په جون مياشت کې] د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار په خړ لېسټ کې د ورګډولو پرېکړه وکړه.

پاکستان دا اقدامات د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار له تور لېسټ څخه د مخنيوي په خاطر کوي.

د سيمه ييزو چارو يو بل شنونکی ډاکټر اعجاز خان خټک وايي چې پاکستان دا اقدامات د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار له تور لېسټ څخه د مخنيوي په خاطر کوي. نوموړی زياتوي د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکې د خپل منځي باور او همږغۍ په نتيجه کې سمېدلای شي.

خټک زياتوي چې که پاکستان پر وسله والو ډلو بنديز يوازې د امريکا د فشار له کبله لګولی وي نو د څه وخت لپاره خو ستونزه هواره شي خو څه موده وروسته به بيا سر راپورته کړي.

فايننشل اېکشن ټاسک فورس اداره، چې ۳۷ غړي لري، په تور لېسټ کې يې یوازې ایران او شمالي کوریا شامل دي. د دې هېوادونو مالي سرچینې او راکړه ورکړه څارل کېږي او هلته نړیواله پانګونه او کاروبارونه له یوشمېر خنډونو او بندېزونو سره مخامخېږي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG