د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ د اپرېل په اتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د پښتنو مسلې راخيستې نو ځکه يې اکثره ګوندونه ملګرتيا کوي او ورته يې ويلي دي چې خپل غړي به د پېښور جلسې ته ورلېږي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د انتظاميې سره هم خبرې کړې دي. تر اوسه پورې راته څه خنډونه نه دې جوړ شوي او په ډاډ سره ويلی شم چې دا به يوه تاريخي جلسه وي.)
د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه لويه غوښتنه دا ده چې غېب کړل شوي ځوانان دې خپلو کورونه ته راستانه کړل شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې په کراچۍ کې د يو وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود پر وژنې تورن نيول شوي، د ملير پوليسو پخواني ايس ایس پي راو انور ته دې سزا ورکړل شي، قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې شي او هلته دې پوځي چيک پوسټونه کم شي.
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر اجمل خان اپريدي د مشال راډيو سره خبرو کې ويلي چې دوی به هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پېښور جلسې ته ورځي. د قبايلي سيمو د وکيلانو د ټولنې مشر رحيم شاه اپريدي مشال راډيو ته وويل چې دوی هم په دې هڅو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري دي.
دوی د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې خپل پرلت د حکومتي وعدو وروسته د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه خو اوس وايي يو ځل بيا به اسلام اباد ته په احتجاج ځي.
خو د وزيراعظم سلاکار، اميرمقام چې پښتون ژغورنې غروځنګ سره يې هغه مهال په ليکلې بڼه د دغو غوښتنو د عملي کولو ژمنه کړې وه، د مارچ په شپږويشتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپلې وعدې پوره کړې دي.
ويډيو: د منظور پښتين خولۍ ولې مشهوره ده؟