د لاسرسي ځای

تازه خبر

هغه ۲۰ کسان له ګونده باسو چې ووټ یې خرڅ کړی: عمران خان


پراګ - د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، هغه کسان له ګونده باسي چې د روان کال د سېنېټ په انتخاباتو کې یې خپل ووټونه خرڅ کړي.

نوموړي د شورو (چارشنبې) پر مازیګر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، یوې ګوندي کمېټۍ تر پلټنو وروسته معلومه کړه چې د پاکستان په صوبايي او قامي اسمبلیو کې د تحریک انصاف ۲۰ غړو د سېنېټ په انتخاباتو کې پیسې اخیستې دي او د نورو ګوندونو استازو ته یې ووټونه ورکړي ول.

عمران خان وویل، که دې کسانو سپیناوی ورنکړ، نو له ګونده یې باسي:

(([د تحریک انصاف] دې غړو ته د خپل سپیناوي لپاره نوټسونه ورکوو. که هغوی ځواب رانکړ او موږ یې مطمین نه کړای شو، له ګونده یې باسو. تر هغې وروسته به د دې کسانو نومونه د احتساب قامي ادارې، نیب، ته هم ورکوو. موږ دا فیصله کړې وه چې ګوند ته که هر تاوان رسي، دا خلک نه پرېږدو.))

د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې په پاکستان کې د سېنېټ انتخابات وشول چې د نتیجو تر راتګ وروسته پر ځېنو ګوندونو، خصوصاً پر تحریک انصاف او مسلم لیګ (ن) تور پورې شو چې ځېنو پارلېماني استازو یې خپلې رایې خرڅې کړې دي.

په پاکستان کې د صوبايي او قامي اسمبلیو غړي د سېنېټ د عمومي څوکیو، قبایلي سیمو او اسلام اباد استازي ټاکي.

تر دې وروسته تحریک انصاف یوه کمېټي جوړه کړه چې د پیسو په بدل کې د ووټ ورکولو د تورونو پلټنې وکړي.

عمران خان په خبري غونډه کې د ۲۰ کسانو نومونه واخیستل او ویې ویل چې په دوی کې ځېنې د ګوند غړي دي، ځېنې له نورو ګوندونو څخه تحریک انصاف ته ورغلي او ځېنې د ۲۰۱۳ز کال تر انتخاباتو وروسته په خیبر پښتونخوا کې د دوی له واکمن اېتلاف سره یو ځای شوي ول.

ده وویل، د سېنېټ په انتخاباتو کې د پیسو په بدل کې د ووټ ورکولو عمل لسیزې پخوانی دی خو دوی یې نشي زغملای.

هلته د سې شنبې پر ورځ د پاکستان مسلم لیګ نواز شریف په اسلام اباد کې د ووټ د ارزښت او درناوي په اړه د یو شمېر ګوندونو غونډې ته په وینا کې وویل، هغو کسانو ته په انتخاباتو کې د نوماندۍ ټکټونه نه ورکوي چې د سېنېټ په انتخاباتو کې ورباندې د پیسو اخیستو تور پورې شوی.

XS
SM
MD
LG