د یادې ادار مشر اقبال خټک بېګا مشال راډیو ته وویل چې په تېر یوه کال کې د خبري رسنیو پرضد د تاوتریخوالي ټولې ۱۵۷پېښې رامنځ ته شوې دي چې په ترڅ کې یې په خیبر پښتونخوا کې دوه او په پنجاب کې درې خبریال وژل شوي هم وو.
په دې رپوټ کې د ۲۰۱۷م کال د مې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۸م کال د اپرېل تر لومړۍ نېټې د رامنځ ته شوو پېښې په اړه مالومات راغونډ شوي دي.
د رپوټ له مخې په دې موده کې په ټول ملک کې داسې ۲۰ پېښې رامنځ ته شوې وې په کوم کې چې د خبري رسنیو پر دفترونو یا مرکزونو بریدونه شوي وو.
اقبال خټک وویل چې د خبري رسنیو او خبریالانو په وړاندې تر ټولو لږ تاوتریخوالی په قبایلي سیمو کې رامنځ ته شوی وو.
اقبال خټک وویل، “په دې پېښو کې ۳۵ فیصده په اسلام اباد کې ، ۱۷ فیصده په پنجاب کې ، ۱۶ فیصده په سیند کې ، ۱۴ فیصده په بلوچستان کې ، لس فیصده په خیبر پښتونخوا او اته فیصده په قبایلي سیمو کې رامنځ ته شوې دي.”
رپوټ لیکي چې په اسلام اباد کې په مجموعي توګه د خبریالانو د تښتول کېدو درې پېښې رامنځ ته شوې وې، د نیول کېدو ، بندي کېدو او ځورول کېدو ۲۱ بېښې رامنځ ته شوې وې او پر د برید او ټپي کولو ۱۹ پېښې شوې وې.
رپوټ د قبایلي سیمو په اړه لیکي چې هلته د یو خبریالانو پر کورنیو د برید یوه پېښه رامنځ ته شوې وه ، د ځورونو اووه پېښې شوې وې ، یو تښتول شوی وو او درو ته دهړکې ورکړل شوې وې.
په عامه توګه اسلام اباد د پاکستان تر ټولو خوندي ښار او فاټا او بلوچستان تر ټولو ناارامه سیمې ګڼل کېږي.
په قبایلي سیو کې نه نړیوالو او نه هم پاکستانیو خبري رسنیو ته اجازه شته چې له هغه ځای څخه په خپله خوښه خبرونه او رپوټونه خپاره کړي او نه هم خبریالان په ازاده توګه هلته تلای راتلای شي.
له اقبال خټک څخه مې د دې وجه وپوښتله چې څنګه بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي سیمې د خبریالانو لپاره د اسلام اباد پرتله ارامې اوسېدلې دي؟
نو هغه وویل، “داسې ښکاري چې په دې سیمو کې خبریالان او خبري رسنۍ د ځان خوندي کولو لپاره د خبر پټولو یا سیلف سنسرشیپ لاره غور کړېده.”
د فریډم نیټ ورک په دې رپوټ کې په ډاګه شوې ده چې خبریالانو او خبري رسنیو ته تر وسله والو ، مجرمینو ، مذهبي ډلو او سیاسي ګوندونو زیاتخطر له ریاست او ریاستي ادارو ورپېښ دی.