پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، تر اوسه یې تر اته زره د زیاتو ورک کړل شویو پښتنو په اړه کره مالومات را غونډ کړي دي.
د غورځنګ یوه مخکښ بلال مسود د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا کسان یوازې د هغو سیمو دي چې د دوی جوړې کړې ډلې تر اوسه ورغلې دي او مالومات یې راغونډ کړي دي.
بلال مسود وویل، دوی ته چې څنګه د هرې سیمې د دورې پر مهال مالومات ورکول کېږي له هغه ښکاري چې په ډېر لوی شمېر پښتانه ورک دي.
تر ټولو خطرناکه کیسه دا ده چې جاسوسي ادارې خلک وړي او بیا یې عدالتونو ته نه وړاندې کوي.ډاکټر مهدي حسن
ده وویل، “موږ چې کومې علاقې ته ولاړ شو نو هغوی نوي مالومات راکوي او موږ تپوس کوو چې دا مالومات مو بلځای ورکړي او که نه نو په هغوي کې زیاتره نوي مالومات وي.”
بلال مسود وویل، “په دې کې ځکه اضافه کېدای شي چې نه زموږ غږ ټولو سیمو ته رسېدلی دی او نه مو هم تر اوسه ډلې ټولو سیمو ته رسېدلې دي خو بیا هم چې تر اوسه موږ کوم مالومات راغونډ کړي دي د هغه له مخې تر اته زره زیات کسان ورک دي.”
نوموړي وویل چې څه باندې ۲۵۰ کسان تر اوسه پیدا شوي او خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي چې له شاوخوا ۶۰ سره یې دوی په خپله لیده کاته هم کړي دي.
د پاکستان د سپریم کورټ په امر د حکومت له خوا د ورکو کسانو په اړه جوړ کمېشن پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د روان ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتې تر پایه له ټول پاکستانه د ۴۹۲۵ ورکو کسانو په اړه دوی ته کېسونه ورغلي ول چې نور یې دوی هوار کړي او اوس یوازې ۱۷۱۰ پاته دي.
منظور پښتین: پلټنې دې وشي چې سلګونه قبایلي مشران چا ووژل
بلخوا د پاکستان بشري حقونو د خپلواک کمېشن مشر ډاکټر مهدي حسن وايي، دوی هم د ورکو کسانو په اړه د شکایتونو یو مرکز لري او هغه ته چې څوک د خپلوانو د لادرکۍ مالومات ورکړي نو یوازې پر هم هغو مالوماتو باور کوي.
د ورک کړل شویو کسانو راپیدا کول او عدالتونو ته سپارل یو له هغو غوښتنو ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني ریاست ته وړاندې کړې دي.
ډاکټر مهدي حسن وویل، په ورکو کسانو کې یو هغه دي چې جاسوسي ادارو وړي دي او بل هغه دي چې کورنیو ته له حال ورکولو په ناقانونه توګه نورو ملکونو ته پر لاره ورک دي او یا هم په هغو ملکونو کې ورک دي.
نوموړي وویل تر ټولو خطرناکه کیسه دا ده چې جاسوسي ادارې یې وړي او بیا یې عدالتونو ته نه وړاندي کوي.
د ډاکټر مهدي حسن په وینا، د دوی په فکر د داسې خلکو شمېر به داسې په زرګونه نه وي لکه څنګه چې یې ادعا کېږي.
خو د پښتون ژغورنې مخکښ بلال مسود وايي، دوی تر ډېرو کره مالوماتو وروسته یو کس د ورک کړل شویو کسانو په لسټ کې اچوي.
هغه د مالوماتو راغونډلو د طریقه کار په اړه وویل، “موږ له هغوی د ثبوت په توګه دا غوښتنه کوو چې نوم یې څه دی، د پلار نوم یې څه دی، کله ورک شوی دی، له کومه ځایه ورک شوی دی، د شناختي کارډ نمبر یې څه دی، مستقله پته یې څه ده؟”
بلال مسود زیاته کړه چې دوی د هر ورک کړل شوي کس د کورنۍ د یوه غړي د ټلیفون نمبر هم له ځان سره د دې لپاره ساتي چې که یې چېري د ورک کس په اړه څه مالومات تر لاسه کړل نو به یې کورنۍ ته حال ورکوي.
د ورک کړل شویو کسانو راپیدا کول او عدالتونو ته سپارل یو له هغو غوښتنو ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني ریاست ته وړاندې کړې دي.
د پاکستاني حکومت او پوځ له خوا که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو په اړه په ډاګه خبرې کېږي او د هغوی د هواري ژمنې کېږي خو د ورک کړل شوو کسانو په اړه تر اوسه نه د حکومت او نه هم د پوځ له خوا څرګند دریځ مخې ته راغلی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې د وزيرستاني ځوان نقيب مسود په وژنه تورن د کراچۍ ملیر پولیسو پخواني مشر راو انوار ته دې سزا ورکړي، په قبایلي سیمو کې خپاره کړي مایونه دې ټول کړي، پر پوځي چوکیو دې پښتانه نه تنګول کېږي، ورک کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې پښتنو ته د اوښتي تاوان په اړه دې د حقایقو موندلو او په ډاګه کولو لپاره دې داسې کمېشن جوړ کړل شي چې ټولې غاړې پکې استازیتوب ولري.