د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بجلۍ نظام بیارغونه ۵۰ اربه ډالرو ته اړتیا لري


د مې پر ۲۹مه د ملاکنډ خلکو د بجلۍ لوډشېډېنګ خلاف مظاهره وکړه
د مې پر ۲۹مه د ملاکنډ خلکو د بجلۍ لوډشېډېنګ خلاف مظاهره وکړه

پراګ - د پاکستان د سېنېټ یوې ځانګړې کمېټۍ ویلي، د هېواد د برېښنا رسولو نظام بیارغونې ته ضرورت لري چې ورباندې ۵۰ اربه ډالره خرڅ راځي.

په سېنېټ کې د بجلۍ او د دې د قرضو په اړه د یوې ځانګړې کمېټۍ غړي عثمان خان کاکړ د مې د ۳۰مې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د پیداوار له ځایه واخله ان تر کورونو پورې د بجلۍ د رسولو نظام خراب دی چې له کبله یې د سلګونه اربه روپیو برېښنا ضایع کېږي.

ده وویل، دا خبرې ورته د انرژۍ د وزارت، د برېښنا د ترسیل او وېش ادارې پېپکو او د پېښور په ګډون یو شمېر نورو ښارونو او سیمو ته د بجلۍ د وېش ادارو مشرانو کړې دي چې دوی د مې پر ۲۹مه د سېنېټ یادې کمېټۍ ته وربللي ول.

کاکړ وویل: (([د ادارو چارواکو ورته ویلي] د بجلۍ د وروست، زوړ نظام په نوي بدلول ۵۰ اربه ډالره غواړي. یو ارب ډالر ۱۱۸ اربه روپۍ کېږي نو اوس تاسې اندازه وکړئ، دا تقریباً پینځه یا شپږ اربه روپۍ غواړي.))

عثمان کاکړ وايي، د بجلۍ لوډشېډېنګ د دې له وجې نه کېږي چې بجلي نشته
عثمان کاکړ وايي، د بجلۍ لوډشېډېنګ د دې له وجې نه کېږي چې بجلي نشته

هلته د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم د مې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ واکمن اېتلاف په خپل پینځه کلن حکومت کې د بجلۍ په پیداوار کې څه د پاسه ۱۰ زره مېګاواټه اضافه کړې ده.

اړوند مطالب

تاپي پروژه پرانیستل کېږي، طالبانو یې ملاتړ کړی

تاجکستان: د کاسا زر پروژې دوهمه غونډه روانه ده

پاکستان: د بجلۍ مرکزي اداره کراچۍ کې زیات شوی لوډشېډنګ څېړي

اسیايي پرمختیايي بانک: له سکرو بجلي پیدا کول به د پاکستان اب وهوا ککړه کړي

یوازې پښتونخوا ۲۵ زره مېګا واټه بجلي پیداکولای شي. عادل خټک

خو پوښتنه دا ده چې د بجلۍ د پیداوار د زیاتېدو باوجود پاکستان کې برېښنايي پارچاو یا لوډشېډېنګ ولې کېږي؟

د سېنېټ د کمېټۍ غړي عثمان کاکړ وویل، په پاکستان کې مسله د پیداوار نه بلکې د بجلۍ مختلفو سیمو ته د رسولو او وېش ده.

عثمان کاکړ وايي، د بجلۍ لوډشېډېنګ د دې له وجې نه کېږي چې بجلي نشته. بلکې لامل یې دا دی چې د ترسیل ادارې د نظام خرابوالي له کبله له تاوانه د ځان ژغورلو لپاره لوډشېډېنګ کوي.

یو ارب ډالر ۱۱۸ اربه روپۍ کېږي نو اوس تاسې اندازه وکړئ، دا تقریباً پینځه یا شپږ اربه روپۍ غواړي.
عثمان کاکړ

دی وايي، سمه ده چې حکومت په پینځو کلونو کې د بجلۍ پیداوار لوړ کړی، خو د بجلۍ د ترسیل، وېش او د استعمال د څار نظام خراب دی.

کاکړ وايي، د بجلۍ د ترسیل نظام ((وروست دی)) یعنې ((فیډرونه او تارونه خپله بجلي ضایع کوي.))

دی وايي، د بجلۍ د ترسیل او وېش ادارو چارواکو په خپله رپورټ کې سېنېټ ته ویلي چې نه یوازې په تارونو کې برېښنا ضایع کېږي بلکې ((خلک یې غلا کوي هم او ځېنې حکومتي ادارې یې بلونه نه ورکوي نو ځکه د سلګونه اربه روپیو تاوان کېږي)) او حکومتي ادارې هم د اربونو روپیو قرضدارې دي.

عثمان کاکړ وايي، د سېنېټ کمېټۍ د بجلۍ اړونده ادارو چارواکو ته وویل چې که څوک بجلي غلا کوي یا بل نه ورکوي نو پر ضد دې یې اقدام وکړي، د بجلۍ لوډشېډېنګ دې نه کوي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د مې پر ۲۹مه په خبري غونډه کې دا هم وویل چې حکومت د راتلونکو شاوخوا ۱۵ کلونو د تقاضې په پام کې له نیولو سره داسې پلان جوړ کړی دی چې د برېښنا پیداوار به نور هم زیات شي.

پاکستان له تېرې څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی او همدا لامل دی چې د ایران په ګډون یې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو څخه د انرژۍ د اخیستو سیمه ییزه او دوه اړخیزه موافقې کړې دي.

XS
SM
MD
LG