د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې به نرښځېانو لپاره خصوصي عدالتونه جوړېږي


د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار ويلي دي نرښځيانو ته تحفظ ورکولو لپاره به خصوصي عدالتونه جوړولې شي.

پرون د ګل په ورځ د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار د نرښځېو د شناختي کارډونو په موضوع اخستي ازخود نوټس کېس اوريدنې پرمهال وويل ترڅو چې نرښځيانو ته عدالتي تحفظ ورنکړې شي نو تر هاغه وخته دوي ته ورپېښې ستونزې نشي هواريدلې او دا وجه ده چې دوي لپاره به خصوصي عدالتونه جوړولې شي.

د نوموړي وينا وه نرښځيان د ټولنې هغه طبقه ده چې ورته خپل حق او انصاف فورا ملاويدل پکار دي نو نرښځیانو ته دې ژر تر ژره شناختي کارډونه ورکړل شي او که څوک يې لري نو هغوی ته دې د ووټ ورکولو حق ورکړل شي.

د ذکر ده چې په پاکستان په ۲۰۰۹ز کال کې د یوه قانون له منظورولو سره درېم جنس ته قانوني حیثیت ورکړ چې ورسره سم، نرښځیان کولی شي چې د خپل جنس شناختي کارډونه تر لاسه کړي.

په پاکستان کې د نرښځيانو تنظيم (ال پاکستان شيمېل اېسوسي اېشن) مشره الماس بوبي وايي سپريم کورټ دا ډيره ښه فيصله وکړه ځکه چې د ډير وخت راهسې دوي دا غوښتنه کوله چې نرښځېانو لپاره دې جدا عدالتونه جوړ کړې شي.

د نوموړي وينا وه دا ښه خبره ده چې زموږ لپاره به خصوصي عدالتونه جوړولې شي او پراميده يو چې د ېادو عدالتونو جوړيدو ورستو موږ ته به ژر تر ژره انصاف ملاويږي او تر څو چې د شناختي کارډونو جوړولو خبره ده نو نادرا له پکار دي چې د شناختي کارډونه جوړولو نه وړاندې دې د نرښځېانو طبعي معاينه کوي او د هغې ورستو دې کارډونه جاري کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي ېوغېر سرکاري تنظيم (هيومن رايټس کميشن اف پاکستان) ېو چارواکې کامران عارف وايي د پاکستان په ايين کې نرښځېانو ته هم پورا حقونه ترلاسه دي خو له بده مرغه په ټولنه کې ورته خپل جايز حقونه نه ورکړې کېږي نو دې لړ کې د سپريم کورت نوټس اخستل ېو ښه ګام دې.

د نوموړي وينا وه د نرښځېانو حقونو لپاره د قوانين جوړيدو سره سره په ټولنه د شعور او اګاهي هم ضرورت دې او په ولس کې دا پوهه راوستل چې دوي هم د الله مخلوق دې نو ورسره دې د ظلم زياتې کولو نه دې ډډه وکړې دې سره سره نرښځېان چې کومو مخصوصو کارونو پورې محدوده ساتلې شوي نو د هغې خاتمه پکار ده او ورله دې د عزت نوکرېانې ورکړې شي.

د ذکر ده چې په ۲۰۱۷م کال کې په پاکستان کې کړې شوې سرشميرنه کې د نرښځيانو شميره لسو زرو نه زياته ښودلې شوې ده خو د نرښځيانو تنظيمونو ترمخه چې ابادي يې د پنځو لکو نه زياته ده.

نور ولولئ

نرښځیان د ټولنې او د حکومت له چلنده سر ټکوي

نرښځیان په اسمبلۍ کې څوکۍ غواړي

XS
SM
MD
LG