د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مکې کنفرانس: طالبان دې جنګ بس کړي


د سعودي کنفرنس يوه برخه
د سعودي کنفرنس يوه برخه

په سعودي عرب کې د ۳۳ اسلامي هېوادونو ۱۱۰ ديني عالمانو د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان حکومت د سولې وړانديز دې ومني او له جګړې دې لاس واخلي.

دې عالمانو د جولای په يوولسمه خپرې کړې اعلاميه کې زياته کړې چې د افغانستان د جګړې حل د افغانانو ترمنځ په خبرو کې دی نو ځکه دې طالبان مذاکراتو ته حاضر شي. د سعودي عرب په کوربه توګه د ديني عالمانو دغه کنفرنس لومړۍ ورځ په جده او دوهمه يې په مکه مکرمه کې وه. په دې غونډه کې د افغانستان جګړه د فتنې په نامه ياده شوه. په مکې مکرمه کې د دې کنفرانس په پاى کې خپاره شوې پرېکړه ليک کې راغلې:

  • د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي، د سولې او امنيت تږي دي.
موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکېلو خواو غوښتنه کوو چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کېږدي، جګړه دې ودروي، د خپلو وروڼو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي.
پرېکړه ليک​
  • د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بې ګناه انسانان په کې وژل کېږي، د اسلام له اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي. همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يووالي او خونديتوب خلاف عمل دي.
  • موږ په دې برخه کې له هېوادونو، سازمانونو او فکري مسلمان قشر څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي، څو دغه سپېڅلي هدف ته ورسېږو او د الله (جل جلاله) او د الله د رسول (صلی الله علیه وسلم) له ارادې سره سم په اسلامي هېوادونو کې باعزته ژوند ته لاره هواره کړو.
  • د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ، اسلام د امن او رحمت دين دی او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د مسلمانانو وينه تويېدنه، مال او ناموس ته نږدې کېدل حرام دي، موږ تاکيد کوو چې ځانمرګي بريدونه چې په پايله کې يې بې ګناه خلک په نښه کېږي، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله (جل جلاله) او د الله رسول (صلی الله علیه وسلم) په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولې دي.
  • افغان ولسمشر تر دې کنفرنس مخکې ويلي وو چې د ديني عالمانو ټولې پرېکړې مني
    افغان ولسمشر تر دې کنفرنس مخکې ويلي وو چې د ديني عالمانو ټولې پرېکړې مني
  • په همدې اساس، موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکېلو خواو غوښتنه کوو چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کېږدي، جګړه دې ودروي، د خپلو وروڼو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کېږدي او مخامخ خبرو ته کېني.
  • د جګړه کوونکو مسلمانانو ترمنځ سوله کول تر ټولو ستر او نېک کار دی او الله جل جلاله ته د نږدې کېدو تر ټولو مهمه وسيله ده، ځکه وينه تویونه له کبيره ګناهونو څخه ده، چې په پايله کې د مسلمانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کېږي، د مسلمانانو د صفوفو د ړنګېدو او د اسلامي امت د کمزوري کېدو او ټوټه کېدو وېره زياته وي.
  • موږ له مسلمانانو په عامه او له علماء په خاصه توګه غوښتنه کوو چې د اسلامي امت د وحدت او دين د ساتنې لپاره د تشدد او ترهګرۍ ته د دعوت کوونکو پر وړاندې په کلکه ودريږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دې کنفرانس ته په خپل ليږلي پيغام کې دغو ديني عالمانو ته ډاډ ورکړى وو چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه به د دوى هر ډول پرېکړې ته درناوى وکړي. خو طالبانو پرون په خپله خبرپاڼه کې وويل چې دوی د سعودي عرب له کنفرنسه دا تمه نه لري چې د دوی وسله وال ترهګر اعلان کړي. د طالبانو په وېنا د دوی جګړه جهاد دی خو د سعودي عرب په غونډه کې د اسلامي همکاريو سازمان، او ای سي سرمنشي يوسف القاطميين د ياد کنفرانس په ناسته کې وويل چې د اسلام دين رحمت دی، د انسان وژل حرام دي او دى نه پوهېږي هغوی په کوم دين دي چې هلته خلک وژني چېرته چې دواړه خواوې د "الله اکبر" او "لااله الا الله" نعرې وهي.

XS
SM
MD
LG