د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر میا افتخار پس د مولانا فضل الرحمن زوی ته ګواښونه


 اسد محمود د مولانا فضل الرحمان زوی دی
اسد محمود د مولانا فضل الرحمان زوی دی

پراګ - د جمعیت علمای اسلام د مولانا فضل الرحمن زوی اسد محمود وايي، پاکستانيو چارواکو ورته د وسله والو د دړکو په اړه خبرداری ورکړی او ورته یې د ځان خوندي ساتلو ویلي دي.

اسد محمود د سېپټېمبر پر درېیمه مشال راډيو ته وویل، له ده سره یوازې خپل ذاتي ساتونکي دي او حکومت ورته تر اوسه هېڅ امنیتي ساتونکي نه دي ورکړي.

''ماته د ډېره اسماعیل خان ډي پي او یو لیک را استولی دی چې پکې یې راته ویلي دي، د امنیت له پلوه پام کوه ځکه چې د تحریک طالبان پاکستان نور ولي ډله دې وژل غواړي. ما دوې ورځې مخکې له وکیل سره خبره کړې ده او وزارت داخله او د قامي اسمبلۍ سپیکر ته مو هم د خپل امنیت له پلوه یو لیک ورکړی دی. زه به چې تر څومره حده را نه کېږي، خپل حفاظت کومه خو د یوه سیاستوال لپاره دا ډېره ګرانه او ناممکنه وي چې له ولسه لرې پاته شي.''

اسد محمود وايي، ورباندې وړاندې هم دوه بریدونه شوي چې پکې یوه د انتخاباتي مهم (کیمپېن) پر مهال شوی وو. نوموړي زیاته کړه، د خپل پلار مولانا فضل الرحمن په څېر به خپلو سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکړي.

اسد محمود ته تر دړکو وړاندې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين ته هم پاکستانیو امنیتي ادارو خبرداری ورکړی وو چې ترهګرې ډلې یې د وژلو هڅې کوي او یو ځانمرګی بربدګر یې په وژلو پسې دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې میا افتخار وویل یوه اوونی وړاندې ورته پاکستانیو امنیتي ادارو ویلي ول چې'' حسنین اپرېدي په نوم یو خودکش به درې څلور ورځو کې دې طرف ته راواړي او پر تا به برید کوي نو کومې ورځې چې امنیتي ادارو یادولې، د هغې په مطابق خو دا خودکش به اوس را-اوښتی وي. او په بل خط کې راته دا ویل شوې چې اوس دې کس سره د چوټو په نوم یو بل تن سره یوځای شوی دی او په تا به خودکش کوي یا به درباندې ډز کوي.''

خبریال او کارپوه شمیم شاهد وايي، ځېنې قوتونه په پاکستان کې جمهوریت او د پښتنو په سیمه امن نه غواړي چې له وجې یې د میا افتخار او اسد محمود په څېر خلکو ته دړکې ورکول کېږي.

میا افتخار حسین وايي، حکومت ورته اووه ساتونکي ورکړي دي خو باید هغه کسان دې هم ونیول شي چې ده ته دړکې ورکوي.

''د دې خودکش عکس هم ماته رالېږدول شوی دی نو بیا پوښتنه دا ده چې امنیتي ادارې یې ولې نه ګرفتاروي. عمران خان ته د ګواښونو په اړه نوموړي وویل”چې په دا لنډو ورځو کې مو شاوخوا ۴۰۰ کسان ونیول، عمران خان خو ډېره موده دهرنا هم کړې وه، په ازاده به ګرځېدو نو موږ ته خو چرته هم نه ده معالومه شوې چې هغه ته دړکې وې خو بیا هم حکومت ۴۰۰ کسان ونیولو، نو موږ ته دړکې ورکونکي دا دوه درې کسان چې امنیتي ادارو ته معالوم دي، که ونیول شول نو هم به ډېره ښه وي. زه د حکومت برخه نه یمه، نو بیا ما ته ولې دړکې دي.''

د میا افتخار حسین دا پوښتنه چې په پاکستان کې یوازې د جمهوریت لپاره غږ پورته کونکيو او په اپوزیشن کې شاملو کسانو ته ولې دړکې ورکول کیږي، خبریال او کارپوه شمیم شاهد وايي، ځېنې قوتونه په پاکستان کې جمهوریت او د پښتنو په سیمه امن نه غواړي چې له وجې یې د میا افتخار او اسد محمود په څېر خلکو ته دړکې ورکول کېږي.

''جمعیت علمای اسلام (ف) مذهبي ګوند دی خو د پاکستان ايين مني، او د جمهوریت او سیاست په اړه یې دریځ ډېر ښکاره دی. دغسې عوامي نېشنل ګوند د امن لپاره غږ پورته کوي او په پاکستان او افغانستان کې د ترهګری غندنه کوي. د پاکستان امنیتي او ریاستي ادارې د وسله والو پرضد د عملیاتو ادعاوي کوي خو د یوه خودکش په اړه ورته د معلومات کېدو باوجود هم هغه نه شي نیولی. په پاکستان کې یوازې طالبان نه دي بلکې د دوی شا ته هغه قوتونه هم دي چې جمهوریت او د پښتنو په خاوره امن نه غواړي.''

په تېره جولای کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قومي ادارې – نیکټا – چارواکو د سېنېټ کمېټۍ ته ویلي ول چې شپږو سیاستوالانو ته دړکې دي.

د پاکستان حکومت د ترهګری ضد قامي تګلاره هم جوړه کړې ده او ګڼو سیاستوالانو او با اثره خلکو ته یې د حفاظت لپاره امنیتي اهلکاران هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG