د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په اسلام اباد کې ولمانځل شوه


د غونډې عکس
د غونډې عکس

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹مې کالیزې په ویاړ د سپټمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې غونډه وشوه چې د افغان او پاکستانیو چارواکو ، ځینو نړیوالو سفارتکارانو تر څنګ سیاستوالو او ګڼ شمېر عامو خلکو هم ګډون کړی وو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال د خپلواکۍ ورځې په مناسبت مشال راډيو ته وويل چې په پروګرام کې پښتنو او غير پښتنو چې د کوم مينې او اخلاص مظاهره وکړه نو دا يو پيغام دی د دواړو ملکونو د حکومتونو لپاره چې خلک خپل ترمينځه ورورولي غواړي.

د نوموړي وينا وه چې د افغانستان د خپلواکۍ بيرته اخستنه دا نه ېوازې د افغانانو لپاره بلکې د دې سېمې هغه هيوادونه چې تر استعمار لاندې وو هغوي ته هم ډير اهميت لري.

د ډاکټر عمر زاخېلوال په وینا دا ځکه چې افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو له کبله په لسګونو نور ملکونه چې مستقيما د انګريزانو تر ولقې لاندې وو یو بل پسې د خپل هېواد ازادي واخسته.

د ده په وینا ، له هم دې کبله د دې ورځې لمانځل نه یوازې د افغانانو لپاره بلکې د دې سېمې د ولس لپاره ېو یاداښت دی.

د عوامي نېشنل ګوند مخکښ افراسياب خټک مشال راډیو ته وویل چې د دې ازادۍ افغانستان ډير لوی قيمت ورکړی دی او تل يې په خپلو وينو دا ازادي ساتلې ده.

افراسیاب خټک وویل ، دا ورځ ځکه ډير اهميت لري چې د افغانستان ولس اوس هم د خپلې ازادۍ ساتلو لپاره قربانۍ ورکوي.

د ده په وینا ، دا کوم اوور چې په یاد هیواد کې بل دی نو د هغه بنېادي وجه هم دا ده چې د افغانانو دښمنان غواړي چې د افغانستان ازادي ختمه کړي خو دا چرې هم ممکن نه دي.

د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت مشال راډيو ته وويل دواړه ملکونه يو بل سره تاريخي اړيکې لري او هڅه يې ده چې په دې سیمه کې امن راشي ځکه چې د دې سېمې ترقي له امنيت سره تړل شوې ده.

د دې غونډې په پای کې له افغانستانه راغلي د هنرمندانو ېوې ډلې د خپل فن مظاهره هم وکړه چې راغلي ميلمنونو ترې خوند واخستو.

XS
SM
MD
LG