د پاکستان د کورجوړونې پخواني وزير او د اپوزيشن ګوند جمیعت علما اسلام يو مشر حاجي رحمت الله کاکړ ويلي چې د دې هېواد د وزيراعظم له خوا د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو پلان ورته عملي نه ښکاري.
عمران خان د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو د منصوبې پرانستې وکړه او وې ويل چې نن د زيارت په ورځ به په ابتدايي توګه د هېواد په اوو ښارونو کې د کورونو پر جوړولو کار پیل شي.
د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم په نوم ددې منصوبې له مخې به دغه ۵۰ لاکه کورونه په راتلونکيو پنځو کالونو کې جوړېږي.
خو رحمت الله کاکړ د زيارت په ورځ مشال راډیو ته وويل چې په دې منصوبه کې ورته ډېرې نېمګړتياوې ښکاري.
پوره مرکه په لاندېنې لنک کې.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نوي پاکستان کورونو پروژې جوړولو پروخت ويلي دي پنځوس (۵۰) لاکه کورونه جوړول يې هدف دی چې په راتلونکيو پنځو کالو کې به یې جوړوي.
په چارشنبه مازيګر مهال په اسلام اباد کې د نوي پاکستان کورونو پروژې دستورې ته په خپله وينا کې عمران خان وويل ټول ملک کې به د کچه اباديانو په اړه به مالومات راټولوي او په دې کچه ابادیانو کې به لویې لویې ودانۍ جوړوي او دا شان د دې پروژې له وجې غريبانو ته خپل کورونه او ځوانانو ته به نوکریانې ترلاسه شي.
د نوموړي وينا وه کورونه جوړول زموږ مهمه پروژه ده او د دې لوجې به په ملک کې خوشالي راځي ځکه چې څلوېښت (۴۰) صنعتونه داسې دي چې نېغ په نېغه د کورونو جوړولو سره تړلې شوي دي موږ به دا پنځوس (۵۰) لکه کورونه د غريبو او کمه تنخا اخیستونکیو ېاني عام خلکو لپاره جوړوو بل زموږ دا کوښښ دې چې کوم ځوانان بې روز ګاره دي چې هغوي ته روزګار ملاو شي او دا کورونه به موږ صرف په ښاريو نه بلکه کليوالو سيمو کې هم جوړوو او په ړومبي مرحله کې موږ د ملک په اووه (۷) ښارونو کې د زيارت ورځې نه دې پروژې پرانسته کوو.
د ذکر ده چې حکومت د خراب معاشي حالاتو لوجې د پېسو نړيوال صندوق ېا (ايي اېم اېف) نه د پور اخستو اراده لري او دې لړ کې د خزانې وزير اسد عمر د ايي اېم اېف غړو سره ملاقاتونه هم کړي دي.
مشال راډيو چې کله د خبرېال او اقتصادي چارو کارپوه فدا محمد نه تپوس وکړو چې ملک دا وخت په معاشي توګه د دې جوګه دې چې پنځه (۵) ميلونه کورونه جوړکړې شي نو نوموړې وايي انتخاباتو وړاندې پاکستان تحريک انصاف به د ملک نه کرپشن خاتمې سره سره د غريب خلکو لپاره د خپل کورونه جوړولو خبره کوله نو واک کې راتللو ورستو ېاد ګوند ېو وارې بيا هغه اعلان تکرار کړو خو دا خبره تر اعلانونو حده پورې صحيح ده خو که دا پروژه حکومت په خپل لومړيتوب کې وساتله نو دا به د خودکشۍ نه کم نه وي ځکه چې حکومت اخراجات پورا کولو لپاره قرضه غواړي نو دومره لوې پروژې لپاره به پېسې د کوم ځايې نه راوړي.
د ذکر ده چې پاکستان تحريک انصاف ګوند مشرعمران خان د ۲۰۱۸ ټولټاکنو لپاره د خپل ګوند انتخابي منشور اعلانولو پروخت ويلي وو چې ېو کروړ نوکرېانو سره سره په ارزانه نرخ کورونو ېو سکيم به مخې ته راوړي او په راتلونکي پنځه (۵) کلونو کې به پنځوس (۵۰) لاکه نوي کورونه جوړوي.