د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د موبايل ټليفون راجسټرولو لړۍ وځنډوله


پراګ - د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د موبايل ټليفونونو د راجسټرولو لړۍ تر نامعلومې مودې غځولې ده. دا پرېکړه د پاکستان مخابراتو ادارې نن [اکتوبر ۱۸مه] تر هغه وروسته وکړه چې پر موبايل کاروباريانو سربېره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د انفارمېشن ټېکنالوجي کمېټيانو دا عمل غېرقانوني او د ولس په تاوان وباله. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې پر خپل نوم او قامي شناختي کارډ د موبايل سيم راجسټرول وار له مخه لازمي ګرځېدلي دي.

د پاکستان مخابراتو ادارې د روان ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۱۲مه اعلان کړی و چې د موبايل (ګرځنده) ټليفون ټول کاروونکي دې د اکتوبر تر ۲۰مې د ټليفون پېژندنې نړيوال شناخت نمبر درج کړي ګنې د دوی ټليفونونه به غېرفعاله کړل شي. دا ګام د ولس او د ټليفون د کاروباريانو د اندېښنې وړ ګرځېد چې د مخنيوي لپاره يې پر حکومت فشار واچول شو. له دې وروسته کاروباريانو او پارليماني استازو له اړونده حکومتي چاروکو سره خبرې اترې پېل کړې. د پاکستان په سېنېټ کې د انفارمېشن ټېکنالوجي لپاره د سټېنډنګ کمېټۍ غړی سېنېټر تاج محمد اپريدی وايي چې د اکتوبر پر ۱۸مه د مخابراتو ادارې له چارواکو سره تر غونډې وروسته د موبايل ټليفونونو راجسټرولو لړۍ تر نامعلومې مودې وځنډول شوه.

"کاروباريانو ته دا موقع ورکول په کار وه چې هغوی د پاکستان مارکيټ ته داسې موبايلونه راوړي چې هغه شناختي شمېره [ای اېم اي ای] لري. خو که چيرې سمدستي موبايلونه بند کړل شوي وای نو د کاروباريانو تر څنګ به د پاکستان ولس په خاصه توګه غريب ولس ته زيات تاوان رسېدلی وای چې هغوی چاينا موبايلونه يا ارزانه موبايلونه استعمالوي. موږ حکومت خبر کړی چې د مواصلاتو ادارې اقدام غېراييني دی او دا وځنډوئ، خلکو ته وخت ورکړئ چې دې ته تيار شي."

پر پارليماني غړو سربېره د موبايل ټليفونونو يو کاروباري حاجي ظفرالله کاکړ مشال راډيو ته وويل چې دوی هم د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجي له وزير او د مخابراتي ادارې له چارواکو سره ليدنې وکړې او د هغوی مخ ته يې خپلې غوښتنې کېښودې.

"موږ حکومت ته دا غوښتنه وکړه چې ټولو کاروباريانو او دکاندارانو ته د قانوني درامداتو اجازه ورکړه. موږ ته د ټېکس لپاره هر وخت تير يو. مناسب ټېکس دې کښېږدي چې موږ ټول يې ادا کړو. بلخوا دلته دا ستونزه هم ده چې د موبايل ټليفون څلور يا پنځه کمپنيانې دا زور لګوي چې په پاکستان ته د موبايل ټليفونونو راتګ بند شي تر څو دوی خپله اجاره داري جوړه کړي."

په پاکستان کې د يوې سروې له مخې د موبايل ټليفون د کاروونکو شمېر څه باندې نهه کروړه دی.

د دې هېواد د مخابراتو ادارې پر خپلې وېبپاڼې ليکلي چې د موبايل ټليفون کاروونکي دې د تصديق لپاره د خپل ټليفون شناختي شمېره يا IEMI د پېغام له لارې ۸۴۸۴ ته ولېږي، که په ځواب کې د صحيح نښه يا valid راشي نو ټليفون راجسټر شو او که چيرې د غلطنښه يا blocked راشي نو ټليفون غلا شوی يا قاچاق شوی دی. بلخوا پر موبايل ټليفون د *#64# په کېکاږلو سره د ای اېم اي ای شمېره معلومېدای شي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG