هغه وويل چې د دې کار لپاره پنځه زره جعلي اکاونټونه جوړ شوي وو. ((دا بهر ته د لېږل شوي او غلا شوي دولت يوه ډېره وړه برخه ده. موږ تر اوسه د هغو کسانو پېسې شمېرلې چې له يو ميليون څخه زياتې روپۍ يې بهر ويستلي دي. موږ د لويو ماهيانو د نيولو په تکل کې يو. نو زه تاسي ته ووايم چې دا پنځه اعشاريه درې اربه ډالر دي چې د پاکستان په سيکو کې له اوه سوه اربه روپيوو زياتې جوړېږي.))
د ترهګرو ډلو د مالي سرچينو وچولو او مني لانډرينګ مخنيوي لپاره نړيوالې ادارې، FATF يا فايننشل ټاسک فورس د جون په نهه ويشتمه، پاکستان په خړ ليست کې واچاوه. دې ادارې په دغه ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان په دې لړ کې څه خاص ګامونه نه دې اخيستي. ځيني څيړونکي وېره لري چې کېدای شي دا ملک د بندېزونو په تور ليست کې ورشامل کړل شي.
اوس به موږ د ځينو ملکونو سره خبرې کوو. ځيني پېسې او اکاونټونه مو کنګل کول شروع کړې دي.شهزاد اکبر
د پاکستان وزيراعظم عمران خان سلاکار مرزا شهزاد اکبر خبريالانو ته وويل چې دا يوه ډېره لوبه ستونزه ده او د نورو هېوادونو سره د شريک کار له لارې غواړي د دې مخنيوی وکړی. ((دا تور کاروبار یوازې زموږ مسله نه ده. د دنيا مسله ده. د مني لانډرينګ په طريقې د ترهګرۍ لپاره هم پېسې برابرېږي او د نشه يي مواد د قاچاق لپاره هم. تر ټولو لوی مشکل دا وي چې د دې پېسو درک ولګي چې لګيدلی دی.))
مني لانډرينګ يا د تورو پېسو مينځل د حوالې له لارې کېږي. په دې طريقه د پېسو په ليږونکي او ترلاسه کوونکي فيس کم او ټېکس نه راځي چې له کبله يې حکومتونو ته اقتصادي ګټه نه رسي. په اسلام اباد کې د اسلامک يونيورسټۍ د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي پاکستان بايد نه يوازې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره بلکې په نړۍ کې د ترهګرو د ملاتړ داغ له ځانه وينځلو لپاره د مني لانډرينګ خلاف سخت ګامونه واخلي. ((حکومت ځيني کارونه کړې دي خو نرو بايد وکړي. پاکستان ته چې له بهره کومې پېسې راځي هغه د بېنکونو له لارې راځي چې اسناد او تاريخچه يې موجوده وي خو له پاکستانه چې کومې ځي، هغه اکثره د حوالې له لارې ځي نو ځکه بايد حکومت په دې لړ کې سنجيده کار وکړي.))