د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د کابل-لوګر د لويې لارې د امنیت لپاره يې عملیات پیل کړي


د کابل ـ لوګر لویه لاره.
د کابل ـ لوګر لویه لاره.

د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې له څو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونو د کابل-لوګر د لويې لارې د امنیت د ښه کولو لپارهعملیات پیل کړي او یو شمېر سیمې يې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي.

له کابل څخه تر خوست ولایت پورې لویه لاره چې د سویل ختیز زون څلور ولایتونو پلازمینې سره نښلوي او مخکې د افغانستان له امن لرونکو لارو څخه ګڼل کیده، په دې وروستیو کې نا امنه شوې او مسافرو ته يې جدي انديښنې پیدا کړي دي.

د جمعې په ورځ د لوګر د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال سمونمل محمدایوب ورګ مشال راډیو ته وویل، چې د کابل-لوګر په مسیر کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د کمال خېلو، دادوخېلو، پادخواب روغني او پاد خواب شانه سیمې د وسلوالو له شتونه پاکې شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د کابل-لوګر د لارې په اوږدو کې به پوځي عملیات تر هغه مهاله روان وي، چې د امنیت له اړخه حالت بېرته عادي وضعیت ته وګرځي.

ښاغلی وردګ وايي:

((په لوګر کې ګډو امنیتي ځواکونو څو ورځې کیږي، چې دویم نمبر شاهراه باندې د هغو انديښنو له کبله چې خلکو سره وې، یوځای ګډ عملیات پیل کړي، چې پدې عملیاتو کې د کمال خېلو، دادو خېلو، په مرکزي ساحو او مناطقو کې پادخواب روغني او پادخواب شانه پدې سیمو کې زموږ عملیات جریان لري، انشاالله د دې لارې په اوږدو کې به زموږ عملیات روان وي او حالت بیرته عادي شي.))

​د لوګر د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال دا هم وویل، چې پدې پوځي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو له وسلوالو څخه یوه اندازه چاودیدونکي توکي او نور مهمات نیولي او وسلوالو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لوري ته د لوګر اوسیدونکي د کابل –لوګر د لارې د امن کولو لپاره د ډېرو او دایمي تدابیرو غوښتنه کوي.

​ځايي اوسیدونکی نذیر اندیش وايي، د کابل-لوګر دریو، څلورو هغو سیمو ته باید توجه ډېره شي، چې کله نا کله په کې وسلوال د سړک غاړي ته راوځي او مسافرینو ته ستونزې جوړوي.

دی وايي، عموماً له مازدیګر وروسته تر ډېره د دې لارې په مسیر کې افغان امنیتي ځواکونه نه ترسترګو کیږي، نو کچیرې دلته دایمې امنیتي تدابیر نه وي، د پيښو مخنیوی ناممکن ګرځي.

مدني فعال الیاس نظري وايي، چې پدې سیمه کې له یو کال راپدېخوا وسلوالې ډلې د سړک سر ته راوځي او په ځانګړي ډول حکومتي کسان او سوداګر له موټرو راکوزوي، په یو او بل نوم يې ځوروي او حتی وژني يې.

د کابل-لوګر د لويې لارې په بېلابېلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت او نور ځانګړي پوځي قطعات او جزوتامونه برخه لري.

یو تن سرتیری چې په دې عملیاتو کې موجود دی، هیله څرګندوي، چې د دوی په عملیاتو سره به یادې سیمې امن شي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي، چې د کابل-لوګر د امن کولو لپاره یوازې پوځي عملیات کفایت نه کوي، هغوی د دې لارې په اوږدو کې د ځینو دایمي تدابیرو د اجراء غوښتنه لري.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل وايي، هغه وسله وال چې د سړک سر ته راوځي، هغوی سیار خلک دي، چې له امنیتي ځواکونوڅخه د عملیاتو پرمهال ځانونه څنګ ته کوي، خو کله چې پوځیان ولاړ شي، دوی خپل فعالیتونه او تحرکات بېرته پیلوي.

نوموړی د کابل-لوګر د لارې د امن کولو لپاره وړاندیز کوي، چې:

((په لاره کې د دایمي پوستو ایجادول یوه حل لاره ده، دویمه نسخه داده چې ولایتي شورا او نور ولسي نهادونه خپل ولس سره خبرې وکړو چې د دې لارو د امن کولو لپاره څرنګه کولی شو، چې مقابل جانب سره خبرې اترې وکړو، تر څو لدې بدنامۍ د لوګر ولس نجات پیدا کړي، پدې لاره کې اکثره هغه مسافر عزیزان چې د خوست، پکتیا او پکتیکا وي پدې لاره کوزیږي او ځورول کیږي، پدې مانا چې د دې خلکو څراغ له هماغه ځایه ده، لدې ځایه نه ده خو بدنامي يې زموږ د لوګر د ولایت ده.))

لوګر د پلازمیې کابل جنوب لوري ته پروت ولایت دی، چې د قبایلي مناطقو په ګډون د ننګرهار، پکتیا او میدان وردکو ولایتونو یو شمېر نا امنیو سیمو سره ګډه پوله لري.

وسلوال مخالفین د افغانستان مرکزي سیمو او په ځانګړي ډول پلازمینې کابل ته د توکو او وسلو د انتقال لپاره د لوګر له یو شمېر لیرې پرتو ولسوالیو استفاده کوي.

پدې وروستیو کې د کابل –لوګر د لويې لارې نا امني، پدې مسیر کې د مسافرو او حکومتي کسانو د جدي انديښنو لامل شوې ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG