د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې مدني فعالانو د نړيوالو ادارو د تړلو پرېکړه ناسمه بللې


په اسلام اباد کې يو پوليس د سېو د چلډرن تړل شوي دفتر مخې ته (۲۰۱۵)
په اسلام اباد کې يو پوليس د سېو د چلډرن تړل شوي دفتر مخې ته (۲۰۱۵)

پېښور - په پاکستان کي د بشري حقونو کارکونکو د حکومت له لوري د ۱۸ غېر حکومتي نړيوالو مرستندويه ادارو د تړلو پرېکړه رد کړې او دا يې ناسمه بللې ده. په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو فعالانو د ډيسمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې دغو نړيوالو مرستندويه ادارو د روزګار، د ولس د خېر ښېګړي او تعليم په برخه کې زيات کار کړی و.

د ښځو حقونو د څار سرکاري کميسيون مشرې نيلم طورو وايي چې تړل شويو نړيوالو مرستندويه ادارو له صوبايي ادارو سره د ښځو پر حقونو سربېره يو شمېر نور ګټور کارونه تر سره کوول.

"نړيوالو غېر حکومتي ادارو زموږ د ضلعي کميټيو په جوړولو کې راسره مرسته کړې. پر دې سربېره پر ښځو د جنسي تشدد په اړه بشپړ تحقيق دوی کړی و او زموږ سره يې شريک کړ. دا خو داسې ادارې دي چې زموږ سره کار کوي، له سرکار سره کار کوي."

د ماشومانو، ښځو او نرښځيانو د حقونو لپاره کارکوونکی مدني فعال قمر نسيم مشال راډيو ته وويل چې دغو نړيوالو ادارو د هېواد تر ايين او قانون لاندې کار کاوه او د حکومت په دې اقدام سره به ګڼ شمېر خلک بېروزګاره شي.

"په دې ادارو کې په زرګونه خلک پر روزګار ول او ښې تنخاوې به يې اخيستلې. په ټول پاکستان کې يو شمېر داسې ادارې دي چې کارکوونکي يې د روان ۲۰۱۸م کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې وروسته بېروزګاره شول."

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت دوه مياشتې مخکې له اروپا او امريکا سره اړه لرونکو ۱۸ نړيوالو مرستندويه ادارو ته د خپلو فعالتيونه راغونډولو ويلي و.

چارواکو د مګړی مشال راډيو ته د دې حکومتي اقدام تر شا لاملونه نه دې ښودلي خو له راپورونو سره سم تر دې وړاندې پاکستانيو چارواکو په تېرو وختونو کې پر ځېنو بهرنېو مرستندويه ادارو د جاسوسۍ کولو تورونه پوري کړي خو دغو ادارو بيا دا ډول تورونه رد کړي دي.

بلخوا حکومت د دغو ادارو لخوا د کار بيا پېلولو درخواستونه هم خارج کړي ول. خو دا ځل حکومت ويلي چې دغه ادارې شپږ مياشتې وروسته د اجازتنامې لپاره بيا درخواست ورکولی شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG