اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د قطر په یو ورځني سفر کې له خپل سیال شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني، وزیراعظم شېخ عبدالله بن نصر بن خلیفه الثاني او نورو یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر او د سیمې پر حالت خبرې وکړې.
د ډېسېمبر ۳۰مې پر ماخوستن د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، قریشي د قطر له چارواکو سره په جلا، جلا ملاقاتونو کې هغوی ته د افغانستان د سولې بهیر په اړه معلومات ورکړل.
قریشي د ډېسېمبر له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې د افغانستان، ایران، چین او روسیې سفر پر مهال د هغو هېوادونو له چارواکو سره هم د سولې پر بهیر خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو پوه اعجاز خټک وايي، د قطر سفر هم د سیمې هېوادونو ته د قریشي د سفرونو د لړۍ برخه ده.
دی وايي، پاکستان هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو روان بهیر یوې نتیجې ته ورسي.
ټاکل شوې چې د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې طالبان په سعودي عرب کې د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره وویني.
د افغان طالبانو د مشرتابه شورا ېوه غړي د ډيسمبر پر ديرشمه (۳۰) رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې ۲۰۱۹ کال جنورۍ مياشت کې په جده کې کيدونکو مذاکراتو کې به له افغان حکومتي پلاوي سره نه ويني.
په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهر خان وايي، د اسلام اباد لپاره اوس یو لوې چېلېنج دا دې چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي نو د شاه محمود قریشي د قطر او د سيمې د هېوادونو سفر یو مهم مقصد دا هم دی چې ټول په ګډه طالبان دې ته راضي کړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
د ډېسېمبر پر ۱۷ او ۱۸ د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په متحده عرب اماراتو کې له طالب استازو سره وليدل. په هغو خبرو کې د کوربه متحده عرب اماراتو علاوه د سعودي عرب او پاکستان چارواکي هم موجود ول خو طالبانو هلته د کابل له حکومتي پلاوي سره له ليدو انکار وکړ چې ورباندې انتقاد وشو.