د پاکستان وزيراعظم هوډ ښودلی چې حکومت به يې د ۲۰۱۹م کال په دوران کې د غریبۍ، جهالت، ناانصافۍ او درغلۍ پرضد جهاد کوي.
عمران خان د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر خپله ټويټرپاڼه د نوي کال په پېغام کې دا هم ويلي چې له ۲۰۱۹م کاله به د پاکستان يو زرين دور پيل شي.
خو د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، عمران خان چې دغه ستونزې د ترتيب په حساب څنګه ليکلي دي له هغې ښکاري چې هغه خپل لومړيتوبونه بدل کړي دي.
نوموړي د جنوري پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې ويل کېږي د عمران خان په حکومت کې ناانصافي زياته شوې ده.
د ډاکټر سرفراز په خبره، په واک کې تر راتلو وروسته د عمران خان حکومت د هېواد د ټولڼیزې پرمختيا له بودېجې ۵۰۰ اربه روپۍ ګرځولې دي چې د ده په وينا له دې سره به غريبي نوره هم زياته شي.
د ۲۰۱۸م کال په اګست مياشت کې په واک کې تر راتلو وروسته عمران خان د ۱۰۰ ورځو پلان اعلان کړی وو چې پکې د جنوبي پنجاب صوبه جوړول، له ناراضه بلوڅانو سره روغه کول ، پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو په اړه شته خنډونه له منځه وړل، اقتصاد ښه کول، په کراچۍ کې ترقياتي کارونه کول او د غربت کمولو ترڅنګ ځېنې نور اقدامات شامل وو خو عمران خان د ۲۰۱۹ م کال په دوران کې دکارونو ليسټ څلورو ستونزو ته رالنډ کړی دی.
په واک کې تر راتلو وروسته د عمران خان حکومت د هېواد د ټولڼیزې پرمختيا له بودېجې ۵۰۰ اربه روپۍ ګرځولې دي چې له دې سره به غريبي نوره زياته شي.ډاکټر سرفراز
هم دې ته په کتو سره د سياسي چارو پوه رفيع الله کاکړ وايي، وزيراعظم ته پکار وو چې د ۲۰۱۹ م کال په څلورو ستونزو کې يې دوې نورې مهمې ستونزې د ترهګرۍ او په سياست کې د پوځ د مبينه مداخلې د مخنيوي کارونه هم ور زيات کړي وای.
البته نوموړی زياتوي چې عمران خان هېواد ته ور وړاندې ستونزې په سمه توګه په ګوته کړي خو د ده په خبره دا په يوه کال نه بلکې په لسېزو کې هوارېدلای شي.
خو د عمران خان پلويانو او د ګوند تحريک انصاف مشرانو يې پر ټولنيزو رسنیو د هغه د ۲۰۱۹ م کال د هوډ هرکلی او ستاينه کړې ده.