په پاکستان کې د پلان او پرمختګ مرکزي وزیر خسرو بختیار په مشرۍ د پولیو رنځ له منځه وړلو په اړه یوه غونډه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ګوزڼ مخنیوي پروګرام به درې کاله نور غځول کېږي تر څو له دې هېواده په بشپړه توګه د ګوزڼ رنځ ختم شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۸م کال تر پایه به له دې هیواده د ګوزڼ رنځ ختمول کېږي.
خو پوښتنه دا راپورته کېږي چې څه لامل دی چې له کبله یې د پولیو دا پروګرام درې کاله نور وغځول شو؟.
په دې اړه په وزیر اعظم دفتر کې د پولیو څانګې مشر ډاکټر رانا محمد صفدر وايي چې په پاکستان کې د ګوزڼ په پېښو کې کمی راغلی او په ۲۰۱۸م کال کې موږ ته په مجموعي ډول اته اغېزمن راغلي ول او هغه اتو کیسونو کې پنځه کیسونه داسې و چې ګوزڼ ناروغۍ پر ماشومانو حمله کړې وه خو له معذورۍ بچ شوي و او زموږ د ګوزڼ ضد پروګرام روان دی.
د حکومت په وینا چې مرستندویه ادارو د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره تر ۲۰۲۱م کال پورې پاکستان ته د ۳۴ کروړه ۷۰ لکه ډالرو ورکولو ژمنه کړې.
بلخوا د طبي چارو کارپوه ډاکټر نوران اپريدي مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د پولیو رنځ نه ختمېدو اصلي لامل د پولیو د څاڅکو ورکوونکو ناتجربه کاري ده.
نوموړی زیاتوي، د پولیو د ختمېدو لپاره خو په لویه کچه ښه مسلکي خلک ناست دي خو په لاندې کچه څوک چې څاڅکي ورکوي هغه کارکوونکي ناتجربه کاره وي او د کمپاين پر مهال ډېرې تیروتنې کوي نو دا لامل دی چې تر دې دمه له پاکستانه پولیو ختمه نه شوه.
د ۲۰۱۸م کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه د صحت وزارت یو مشر ډاکټر محمد صفدر رسنیو ته ویلي و چې په دې هېواد کې د ګوزڼ ضد کمپاين پر مهال څلور لکه ماشومان له پوليو څاڅکو څخه محروم پاتې شوي دي.
اوسمهال د ګوزڼ رنځ د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.