د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ ن پارلمان ته د دوو نورو صوبو جوړولو بل وړاندې کړ


پاکستان مسلم لیګ ن په پنجاب کې د دوو نورو بهالپور او جنوبي پنجاب صوبو جوړولو لپاره آئیني ترمیمې بل په قامي اسمبلۍ کې جمع کړې دی او وايي باید چې د قامې اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې دا بل په متفقه توګه منظور کړل شي.

اسلام آباد کې د ګل په مازیګر نېشنل پرېس کلب کې د پاکستان مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړیو شاهدخاقان عباسي او مریم اورنګزیب سره په ګډه خبرې کانفرنس کې پخواني د داخله چارو وفاقي وزیر احسن اقبال وویل چې دوی د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سیکریټري سره جمع کړې چې پکې ویل شوي چې پنجاب کې دې دوه نورې صوبې جنوبي پنجاب او بهالپور صوبه جوړې کړل شي.

د نوموړي په خبره بل کې ټاکل شوې چې بهالپور صوبه به د بهالپور موجوده انتظامي ډويژن باندې مشتمل وي او جنوبي پنجاب صوبه به موجوده ډيره غازي خان او ملتان ډوېژن باندې مشتمل وي.

په بل کې ویل شوي چې د آئین په ارټیکل یوسل څلورپنځوس کې دې په ترمیم کولو د نوو صوبو جوړولو لپاره قامي کمېشن جوړکړل شي چې د صوبو د حدودو او نورو چارو جاج اخلي.

پرېس کانفرنس کې د احسن اقبال وینا وه: ''دی وايي موږ په قامي اسمبلۍ کې آئیني ترمیمي بل جمع کړې دی چې بهالپور او جنوبي پنجاب بېلې صوبې جوړې شي. دا یوه پخوانۍ غوښتنه ده نو موږ په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ ن لخوا آئیني ترمیمي بل جمع کړو.''

د تېر کال د اکتوبر په یویشتمه د پنجاب وزیر اعلي عثمان بزدار د جنوبي پنجاب نه د قامي اسمبلۍ غړي او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر خسرو بختیار سره ملاقات کې ویلي وو چې د جنوبي پنجاب صوبې غوښتنه به د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې سر ته رسي.

XS
SM
MD
LG