د احتساب قامي ادارې (نېب) د پنجاب صوبې سينير وزير عليم خان د امدن نه زياتې اثاثې او اف شور کمپناني په لرلو ګرفتاره کړې دې.
نن د شورو په ورځ د نېب لاهور څانګې د پنجاب سينير وزير او د تحريک انصاف غړې عليم خان اف شور کمپنېاني او امدن نه زياتې اثاثې لرلو نه متعلق د پلټنو لپاره رابللې و.
د نېب لخوا جاري شوې اعلاميې ترمخه چې د پېشۍ پر موقعه د عليم خان څخه ېو شمير پښتنې وکړې شوې خو نوموړي د خپلو جوابونو نه د نېب چارواکي مطمين نکړل او د نورو پلټنو لپاره يې عليم خان په خپل حراست کې واخستو.
په اعلاميه کې ويل شوي صوبايي وزير به صبا د زيارت په ورځ د لاهور احتساب عدالت ته د جسماني ريمانډ اخستو لپاره وړاندې کوي.
د عليم خان د نيولو ورستو د پنجاب د اطلاعاتو وزير فېاض الحسن چوهان پاکستاني مطبوعاتو ته وويل نوموړې خو صرف د نورو پلټنو لپاره نېب په خپله ولقه کې اخستې تروسه د هغې پرضد نه خو څه رېفرنس جمع کړې شوې او نه پرې څه جرم ثابت کړې شوې نو هغه مجرم نه دې او د حېرانتيا خبره خو دا ده چې د چا پرضد رېفرنسونه جمع کړې شوي هغوي د اپوزيشن ليډر او پبلک اکاونټس کمېټۍ چېرمېن په هېڅ مزې کوي نو ذه مطبوعاتو ته دا ويل غواړم چې د وخت نه وړاندې دې د څه ويلو نه ډډه وکړي په راتلونکي درې (۳) څلورو (۴) ورځو کې به هر څه واضحه شي.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه عليم خان د خپلې ګرفتارۍ ورستو د وزارت څخه استعفې ورکړې ده نوموړې د پنجاب په کابينه کې د سينير وزير نه علاوه د بلدياتو وزير هم وو.
د پاکستان مسلم ليګ ن یو مخکښ او د سند صوبې پخوانې ګورنر محمد زبېر د نوموړي د ګرفتارۍ ورستو وويل د نېب د نن ورځې پرمختګ ډير مثبت وو او وزيراعظم عمران خان له پکار دي چې د هغه ټولو وزيرانو نه دې استعفې واخلي پر چا چې د نېب کېسونه دي.
د ېادونې ده چې نېب لاهور څانګې له دې وړاندې درې (۳) ځله عليم خان د پلټنو لپاره وربللی وو.