پراګ ـ د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د فبرورۍ د ۱۷مې په ماښام، د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېد. د پاکستان وزیراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او د کابینې وزیران نورخان هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره ورغلي وو.
دغه مهم سعودي چارواکی به د فبرورۍ په ۱۷مه او ۱۸مه په پاکستان کې وی او په دې دوه ورځني سفر کې به په مهمو موضوعاتو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.
د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي، له نوموړي سره په دې سفر کې سعودي چارواکي او د شاهي کورنۍ ځېني غړي هم شامل دي.
د پاکستان چارواکو ویلي، محمد بن سلمان به د پاکستان وزیراعظم، ولسمشر او د پوځ مشر سره ګوري او په دې موقع د ګڼو معاهدو د لاسلیک کېدو هم امکان دی.
راډیو پاکستان پر خپله وېبپاڼه د وزیراعظم عمران خان له خولې لیکلي چې پاکستان ته د سعودي شهزاده سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو د ځواک ښکارندويي کوي.
وزیراعظم د جدې نه خپرېدونکې یوې ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، پاکستان ته د شهزاده محمد بن سلمان د سفر تر ټولو مهم اړخ به د تیلو د پاکولو د یوې پروژې په اړه تفاهم لیک لاس لیکول وي. د نوموړي په وینا دا به په تاریخ کې لومړی وار وي چې سعودي عرب په پاکستان کې په دومره لویه کچه پانګه اچونه کوي.
د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي په دې سفر کې به د سعودي شهزاده له پاکستان سره اته نور تفاهم لیکونه هم لاس لیکوي چې پکې د معدنیاتو، انرجۍ، د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی، لوبې، د جرمونو سره مبارزه او کلتوري همکاري شامل دي.