د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي د ای ایس ای پر پخواني مشر اسد دراني یې مراعات بند کړي


یو کس د اسد دراني لیکلی کتاب لولي
یو کس د اسد دراني لیکلی کتاب لولي

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار ـمشر مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې پوځ د ای ایس ای پر پخواني مشرلیفټېننټ جنرل اسد دراني ټول مراعات بند کړي دي.

جنرال اصف غفور وویل چې دا ګام له هغه وروسته اخیستل شوی چې د اسد دراني پرضد شوې پلټنې پای ته رسېدلې او هغه د پوځ له اصولو په سرغړونه کې مجرم ګرځول شوی دی.

اسد دراني د هند د استخباراتي ادارې له مشر اې ایس دلت سره سره په ګډه یو کتاب لیکلی وو پر کوم چې په نړۍ کې ډېر بحث او پاکستان کې ډېر نیوکې شوې وې.

جنرل اصف غفور د فرورۍ پر ۲۲مه په خبري غونډه کې د یو پوښتنې په ځواب کې وویل چې پر اسد دراني پنشن او نور اړوند مراعات بند کړل شوي دي خو له هغه څخه د پخواني پوځي افسر رتبه نه ده اخیستل شوې.

ده په دې اړه به د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت سره خبرې کوي چې د اسد دراني نوم د هغو کسانو په لسټ کې وساتي که نه کوم چې له پاکستانه د وتلو اجازه نه لري.

د دفاعې چارو پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډیر سید نظیر مشال راډیو ته وویل دا اوسنۍ خبره نه ده له دې وړاندې هم داسې شوي خو هغوی ته سزاګانې نه دې ورکړل شوې.

په پېښور کې د قانوني چارو تجزیه کار وکیل نور عالم د پوځ دا فېصله د ستاینې وړ بولي او وايي چې باید دې ته دوام ورکړل شي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر سیاست والو او فعالانو له خوا د پوځ پر دې ګام نیوکې هم شوې دي. دوي ویلي چې که د اسد دراني غوندې کار له پوځ څخه بهر بل چا کړی وای نو ښايي د ملک غدار ګرځول شوی وای او سزا یې تر دې سخته ورکړل شوې وای.

د پوځ ویاند اصف غفور دا هم وویل چې د پوځ دوه نور سینیر افسران هم د یو بل ملک لپاره د جاسوسۍ په تور کې نیول شوي او هغوی ته د فیلډ کورټ مارشل یا سزا ورکولو حکم ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG