ناپېژاندو وسله والو په کندهار کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازى عبيدالله بارکزى په ډزو وواژه.
د کندهار د والي وياند وايي چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي.
عزيز احمد عزيزي تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وویل، "د کندهار ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې وسله والو مخالفانو عبيد الله بارکزى په ډزو ويشتلى او وژلى دى، دا لومړني معلومات دي."
د کندهار امنيه قوماندان تادين خان وايي، حمله کوونکي د پېښې له ساحې تښتېدلي دي.
پېښه د مارچ پر ۲۳مه ماسپښين په کندهار کې مسلم چوک ته نېږدې شوې ده.
٦٠ کلن عبيدالله بارکزي په ولسي جرګه کې د شکايتونو د کمېسيون د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
تر دې دمه د نوموړي د وژنې مسؤلیت چانه دی منلی او د وسله طالبانو ډلې ویلي چې د بارکزي وژنه په دوی پورې اړه نه لري.