د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر مشرانو د ملک نصير کوکيخېل د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


ملک نصير احمد کوکيخېل د ډېسېمبر پر ۲۴مه پوليسو نیولی وو. پخوانی انځور
ملک نصير احمد کوکيخېل د ډېسېمبر پر ۲۴مه پوليسو نیولی وو. پخوانی انځور

د خیبر ضلعې د جمرود مشرانو پر حکومت غږ کړی چې ملک نصیر احمد کوکيخېل دې زر تر زره خوشی کړي.

د خیبر ضلعې پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود له شاه کڅ لېویز مرکز څخه ملک نصیر کوکيخېل، ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل ګرفتار کړل او پېښور ته يې يووړل.

په هغه ورځ ناوخته ملک عبدالظاهر خوشې کړل شو، خو دا نور مشران لا هم بنديان دي. د خیبر پولیس وايي چې دا کسان د پېښور او خیبر پولیسو ته په یو شمېر مقدمو کې مطلوب دي.

خو د جمرود قامي او سیاسي مشران وايي چې ملک نصیر او د هغه ملګري پر داسې مهال د خیبر پولیسو ګرفتار کړي چې د جرګې لپاره يې ورغوښتي ول.

د جمرود یو سیاسي فعال عبدالمنان اپرېدي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د جرګې په موخه د ملک نصير او د هغه د ملګرو ورغوښتل او بیا ګرفتارول د پښتني دود خلاف کار دی.

"پکار وه چې پوليسو زموږ د دود خیال ساتلای وای او له جرګې څخه يې باید نه وای ګرفتار کړي. که په هغوی اېف ای ارونه ول نو دوی به په خپله عدالت ته حاضر شوي ول. خو چې کوم کار پوليسو وکړ، زموږ ټول قام يې غندنه کوي."

هغه زیاته کړه چې ټول قام د ملک نصير او نورو نيول شویو کسانو سره ولاړ دی او د خوشې کولو لپاره به پرامن غږ پورته کولو ته دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې مشر عمران اپرېدي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې ملک نصير يو ولسي کس دی او د سيمې د کونډو، بېوزلو او ځپل شویو خلکو لپاره غږ پورته کوي.

د خیبر د کوکيخېلو کمېټۍ قانوني ډلې د ډېسېمبر پر ۲۷مه ویلي ول چې د پېښور يو عدالت ملک نصیر کوکيخېل او ملک سید اغا جان کوکيخېل په جوډیشل ریمانډ جېل ته استولي دي.

د قانوني ډلې يو غړي او د نيول شويو مشرانو وکيل فرهاد اپرېدي مشال راډيو ته ويلي ول چې د ترهګرۍ ضد عدالت د ججانو د رخصتۍ له امله ملک نصير او ملک سيد اغا جان د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پېښور های کورټ د اېډيشنل سېشن جج مراد اکمل عدالت ته وړاندې کړل شول.

هغه زیاته کړې وه "عدالت دوی د ۱۴ ورځو په جوډيشل ريمانډ جېل ته ولېږدول. په دغه دوران کې به د دوی لپاره د ضمانت درخواست جمع کېږي او انشاالله ضمانت به ورکول کېږي. اوس لا نور تفصيل نه دی معلوم چې پوليس به يې په نورو مقدمو کې تورنوي او که نه."

فرهاد اپرېدي ويلي ول چې ملک نصير او ملک سيد اغا جان د اکتوبر پر نهمه په رېګي للمه کې د پښتنو قامي جرګې د تياريو پر مهال د ترهګرۍ او قتل په تور جوړه شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړل شول.

بلخوا د کوکيخېلو قامي کمېټۍ مشر حاجي برکت اپرېدی وايي چې په رېګي للمه کې د پوليسو په ډزو د دوی څلور کسان ووژل شول، خو د پوليسو خلاف د کاروايي پر ځای د ولسي مشرانو خلاف مقدمې درج شوې دي.

ملک نصیر کوکیخېل يو له هغو کسانو څخه دی چې د ۱۱م اکتوبر د پښتون قامي جرګې لپاره یې د خپل قام پر ځمکه په ریګي للمه کې ځای ورکړی وو. هغه د خيبر د تيرا سيمې د راجګل سيمې ولسي مشر دی خو له تېرو څو لسيزو راهیسې په جمرود کې ژوند کوي. د نوموړي کورنۍ په هغه سيمه کې د خلکو د ستونزو هوارولو او جرګو کې مهم رول لري.

په ۲۰۱۳ کال کې د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ د عملياتو له وجې د تيرا له راجګله شاوخوا ۲۰.۰۰۰ کورنۍ بېکوره او ورڅخه ډېری يې په جمرود کې دېره شوې وې.

XS
SM
MD
LG