د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت نېب د سیاسي انتقام لپاره کاروي: بلاول


د بلاول بوټو ټرېن مارچ نن د مارچ پر ۲۶مه له کراچۍ روان شو
د بلاول بوټو ټرېن مارچ نن د مارچ پر ۲۶مه له کراچۍ روان شو

د پاکستان پیپلز پارټۍ چیرمېن بلاول بوټو ویلي موجوده حکومت د نېب په زریعه د پخواني امر پرویزمشرف پالیسي جاري ساتلې او دا د سیاسي انتقام لپاره کاروي.

د نوموړي په خبره چې ټول پاکستان وکتله چې دا حکومت د درغلیو له لارې جوړل کړل شوې.

بلاول بوټو دا خبرې د حکومت پر ضد د احتجاج په توګه شورو کېدونکي ټرین مارچ په موقه کړي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو د تجزیه کارانو وینا ده پاکستان پیپلزګوند په وفاقي حکومت د فشار اچولو لپاره دا احتجاجونه پیل کړي نو باید چې حکومت هم خپله لار سمه کړي.

بلاول بوټو
بلاول بوټو

د نهې په سهار د کراچۍ کېنټ ریلوی سېټېشن څخه شورو شوي ټرین مارچ ته خپله وینا کې د پاکستان پیپلزپارټۍ چېرمین بلال بوټو وویل دوی لا مارچ شورو کړې نه دې او د حکومت او وزیراعظم هاوس چغې شورو شوي نو چې دوی په باقاعده توګه مارچ پیل کړي نو بیا به د حکومت څه حال وي.

د نوموړي په خبره ځې قوتونو نه غوښتل چې د بوټو نمسې دې پارلیمان ته راشي نو په دا غرض يې تیر کال د جولای میاشت په ټولټاکنو کې د تاریخ بدترینه درغلي کړې.

بلاول بوټو د کراچۍ په لانډي سټېشن کارکنانو ته خپله وینا کې وویل: (د تاریخ بدترینه درغلي کړې شوې ده رسنۍ هم د بدترین سنسرشپ سره مخ شوه او ډېر تاوان يې ورته ورسوو په پنجاب کې پولیسو زموږ لار ونیوه په پېښور کې يې موږ د بهر نه پريخودو او موږ يې کمپاین ته پرې نه ښودو.)

له مشال راډیو سره خبرو کې په کوټه کې خبریال او د سیاسي چارو تجزیه کار سید علي شاه وویل: (د حکومت ځنې تیروتنې دي چې پر ضد يې مخالف ګوندونه راپاسېدلي دي او په حکومت فشار اچوي او تاسې کتلي چې تیره وونۍ بلاول بوټو کله نېب ته پېش کېدو او یو څه کارکنان يې راووتل نو هغه وخت هم حکومت سره فکر پیدا شوې وو او نو د دې مخالفو ګوندونو په دا رنګ راپاسېدل له حکومت لپاره د اندېښنې خبره ده.)

بلاول بوټو په مشرۍ دا ټرین مارچ د کراچې څخه لاړکانې ته روان شوې او نوموړې به په پنځویشت ځایونو کې کارکنانو ته خطاب کوي.

د نهې په ماښام به دا کاروان بې نظیر اباد نواب شاه ته رسي او هلته به شپه تیروي او د شورو په سهار به د سیند ښار لاړکانې لپاره روانیږي.

بل پلو د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسين په خپل ټویټر پېغام کې د بلاول بوټو په ټرین مارچ نیوکې کړي او لیکلي یې دي نن د له کراچۍ د دنیا لمړۍ پلار بچاو ټرین مارچ پیل شو او دا اولنې تحریک دی چې درغلیو ته قانوني تحفظ لپاره شورو کړې شو.

یاده دې وي د مارچ په شلمه بلاول بوټو په اسلام آباد کې د احتساب قامې ادارې نېب ته وړاندې شوې په نوموړي او پلار آصف علي زرداي يې درغلیو تورنه لګول شوي.

XS
SM
MD
LG