د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پلوامه پېښې په تړاو مو هېڅ ثبوت و نه موند: پاکستان


د فبرورۍ پر ۱۴مه ۲۰۱۹، د هند تر واک لاندې کشمیر کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شول.
د فبرورۍ پر ۱۴مه ۲۰۱۹، د هند تر واک لاندې کشمیر کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شول.

پاکستان ويلي چې په فېبروۍ مياشت د هند تر ولکې لاندې کشمير کې يې له ځانمرګي بريد سره په تړاو هېڅ ثبوتونه نه دي موندلي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت نن [د مارچ ۲۸مه] په دې اړه تفصيلي راپور خپور کړ چې پکې ويل شوي، د پېښې د پلټنو په لړ کې يې له لسګونو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې وکړې خو له پلوامه بريد سره د هغوی هېڅ ډول تړاو ثابت نه شو.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د پلوامه بريد په اړه د پلټنو وروستی راپور له هغه وروسته خپور کړ چې د هند لخوا اسناد ورته سپارل شوي ول چې د ۹۰ مشکوکه وسله والو نومونه او په تورن ډول د ۲۲ روزنيزو کېمپونو نومونه پکې شامل ول.

دې وزارت د فېبرورۍ پر ۲۷مه په خپل راپور کې وويل چې د پلوامه بريد په تړاو يې له ۵۴ نيول شوو کسانو څخه پوښنې ګروېږنې وکړې خو هغوی له دې پېښې سره څه ډول تړاو نه درلود. وزارت دا هم ويلي دي چې د هند لخوا د ورکړلو شوو ۲۲ ځايونو کتنه يې هم وکړه خو هلته روزنيز کېمپونه نه ول.

هند له هغه وروسته پاکستان ته دا اسناد وسپارل کله چې له پلوامه بريد وروسته هند پاکستان په دې بريد کې په لاس لرلو تورن کړ. په دې غبرګون کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هند ته وړانديز کړی و چې که شواهد ورسره شريک کړل شي نو دوی پلټنو کولو ته چمتو دي.

د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شول. پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د جمو او کشمیر پر لویه لار له سرینګر سره نېږدې په پلوامه سيمه کې د دې برید ذمه واري منلې وه. له بريد وروسته د هند وزيراعظم نريندرا مودي په نوي ډيلي کې د وينا پر مهال پاکستان ته په اشارې ويلي وه چې د هند د ورانولو خوبونه دې پرېږدي. نوموړي زياته کړې وه چې هر چا چې پر هندي ځواکونو بريد کړی، دوی به سخت ځواب ورکړي.

هند له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي چې په کشمیر کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي خو اسلام اباد په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د خپلواکۍ د حق لپاره د کشمیریانو سفارتي ملاتړ کوي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG