د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي یواځې په مذاکراتو د افغانستان شخړې هواری راتلی شي نو پکار ده امريکا او طالبان د خبرو بهیر جاري وساتي.
د زيارت په ورځ د اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغان طالبانو لخوا اعلان کړل شوي پسرلني عمليات په ښکاره و نه غندل خو وينا يې وه چې پاکستان په افغانستان کې امن او سوله غواړي او په دې لړ کې به خپل کردار ادا کوي.
د نوموړي وينا وه د امريکا او طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه مذاکراتو په افغانستان کې د امن امکانات هم زيات کړي دي پاکستان ګڼي چې صرف مذاکراتو له لارې امن او کراري راتللی شي نو دواړو خواو له خبرې اترې جاري ساتل پکار دي خو دا خطره هم موجوده ده که څه بدې پيښې رامخې ته شوي نو د مذاکراتو پروسه ورسره اغېزمندلی شي.
د ذکر ده چې وسله والو طالبانو د اپرېل پر دولسمه وويل چې د (الفتح) په نوم سره پسرلني عمليات پيلوي. هم په ېاده نيټه د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانکړې استازې زلمي خليلزاد نه صرف د طالبانو دغه اعلان وغندو بلکه په قطر او پاکستان يې غږ وکړ چې دوی دې یې هم وغندي.
د اپرېل پر ديارلسمه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په خپل ېو بېان کې وويل د افغانستان شخړې حل د پوځي عملياتو نه بلکه د مذاکراتو د لارې راوتلې شي نو ټولي خواوې بايد د امن او سولې لپاره کار وکړي خو نوموړي په ښکاره توګه د طالبانو دغه اعلان و نه غندلو.
مشال راډيو چې د خبرېال او افغان چارو نظر لرونکي رحيم الله يوسفزۍ نه تپوس وکړو چې پاکستان ولې په ښکاره توګه د طالبانو دا بېان نه غندي نو نوموړې وايي په موجوده وخت کې د طالبانو سره د امريکا خبرې شورو دي پاکستان نه غواړي چې په داسې حساس وخت کې له طالبانو سره خپلې اړيکې خرابې کړي او چې کوم اثر پرې لري چې هغه ختم شي نو ځکه پاکستان يې په ښکاره توګه اعلان نه غندي.
پر پاکستان دا تور پورې کيږي چې د طالبانو جنګي مشران هلته اوسيږي او له هغه ځايه ورسره مالي او عسکري مرسته کيږي خو پاکستان بېا دغه تورونه ردوي او وايي چې پر طالبانو نفوذ نه لري او نه هم هغوي د پاکستان په لاس کې دي.