د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ايران پر پوله د يوه چټک ګډ ځواک پر جوړولو سلا شوي دي


د ايران ولسمشر حسن روحاني د پاکستاني وزيراعظم عمران خان هرکلی وکړ.
د ايران ولسمشر حسن روحاني د پاکستاني وزيراعظم عمران خان هرکلی وکړ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې ایران ته یې د سفر تر ټولو مهم لامل د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې باور او همکارۍ زیاتول دي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۲مه په تهران کې له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د "ترهګرۍ موضوع" د دواړو هېوادونو "ترمنځ اختلافات" زېږولي دي، همدا لامل دی چې دی له خپلو امنیتي چارواکو سره ایران ته ورغلی چې "دا مسله هواره کړي."

حسن روحاني غونډې ته وویل چې دواړه خواوې د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره پر پوله د یوه " چټک ګډ ځواک " پر جوړولو سلا شوي دي.

د "ترهګرۍ موضوع" د دواړو هېوادونو "ترمنځ اختلافات" زېږولي دي، همدا لامل دی چې خپلو امنیتي چارواکو سره ایران ته راغلی یم چې "دا مسله هواره کړم."
عمران خان

عمران خان وویل، په پاکستان کې ټولې سیاسي خواوې غواړي چې د وسله والو ډلو ضد باید اقدامات وشي:

" موږ به هېڅ وسله والې ډلې ته له خپلې خاورې د فعالیت اجازه ورنکړو. زموږ حکومت په لومړي ځل په پاکستان کې د هرې وسله والې ډلې د ختمولو چارې پیل کړې دي. او دا کار موږ د بهرني فشار له کبله نه کوو. دا فیصله د پاکستان ټولو سیاسي خواو په یوه خوله او مکمل اتفاق کړې ده."

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر داسې مهال د ایران په سفر دی چې دواړو هېوادونو پر یو بل وسله والو ډلو ته د پټنځایونو ورکولو تور پورې کړی.

د نوموړي تر سفر یوه ورځ مخکې، د اپرېل پر ۲۰مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تور پورې کړ چې په بلوچستان کې پر پاکستانیو امنیتي سرتېرو برید ایران مېشته بلوڅ بېلتونپالو کړی دی.

قریشي پر تهران غږ وکړ چې د وسله والو ضد اقدام وکړي.

غواړو چې د اورګاډي پټلۍ له لارې د چابهار بندر په بلوچستان کې له ګوادر بندر سره وتړو او په دې برخه کې همکارۍ پراخه کړو.
حسن روحاني

تر دې مخکې ایران هم پر پاکستان تور پورې کړی چې پر خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی چې له پولې هغې خوا ته پر ایرانیو سرتېرو او حکومتي ځایونو حملې کوي.

خبري غونډې ته په وینا کې دواړو مشرانو وویل چې د افغانستان د شخړې سیاسي حل غواړي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

پاکستاني وزیراعظم او ایراني ولسمشر د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر زیاتولو هم ټینګار وکړ.

روحاني د ایران، پاکستان او هند د ګیسو د نللیکې پروژې په یادولو وویل، هېواد یې چمتو دی چې د پاکستان د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي.

" ایران تیار دی چې د تېلو او ګیس په برخه کې د پاکستان اړتیاوې پوره کړي. همداراز،" تهران " له پاکستان سره د ګیسو د نللیکې په برخه کې هم اقدامات کوي بلکې په دې برخه کې موږ ټولې چارې بشپړې کړې دي."

حسن روحاني زیاته کړه چې تهران غواړي چې د اورګاډي پټلۍ له لارې د چابهار بندر په بلوچستان کې له ګوادر بندر سره وتړي او په دې برخه کې همکارۍ پراخې کړي.

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم نن په تهران کې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره هم وویني.

XS
SM
MD
LG