د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ۱۰ نور تنظیمونه ناقانونه اعلان کړل


د ارشیف انځور - جماعت الدعوه ډله او مشر یې حافظ سعید وار له مخه تر بندیز لاندې دي
د ارشیف انځور - جماعت الدعوه ډله او مشر یې حافظ سعید وار له مخه تر بندیز لاندې دي

اسلام اباد ـ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د قامي تګلارې له مخې یو شمېر نور تنظیمونه او ادارې ناقانونه ګرځولې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د مې پر ۱۱مه په جاري کړي یو بیان کې ویل شوي چې ۱۰ نور تنظیمونه یې ناقانونه بللي.

په دغو تنظیمونو کې الانفال ټرسټ، الحمد ټرسټ، اداره خدمت خلق، اداره دعوت الارشاد، مسجد ویلفیر ټرسټ، المدینه فاونډېشن، معاذ بن جبل ایجوکیشن ټرسټ، الایثار فاونډیشن، الرحمت ټرسټ او الفرقان ټرسټ شامل دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا تنظیمونه یې د جماعت الدعوه، فلاح انسانیت فاونډیشن او د جیش محمد سره د تړاو درلودلو په تور ناقانونه ګرځولي دي.

تر دې وړاندې پاکستان یو شمېر نور تنظیمونه او ادارې هم ناقانونه ګرځولي وو. څه موده مخکې د پاک ـ ترک ایجوکیشن فاونډیشن هم په ناقانونه ګرځول شویو تنظیمونو کې شامل کړی وو.

پر مالي بدعنوانيوو نظر ساتونکې نړيوالې ادارې، ايف ای ټي ایف يا فايننشل ټاسک فورس پاکستان له دې کبله په خړ ليست کې اچولی چې دغلته د سختدريځو ډلو د پېسو راجمع کولو لپاره يې سم کار نه دی کړی. اوس چې اسلام اباد پر ځينو تنظيمونو د غېرقانونه ډلو سره د تړاو په تور بندېزونه لګولي دي.

د پاکستان د راتلونکې لپاره یو ښه ګام دی
سعد محمد خان

د څېړونکو په وېنا که پاکستان داسې ګامونه وانخلي او د وسله والو د پېسو راټولولو مخه ونه نيسي نو کېدای شي د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره (اېف اې ټي اېف) یې په تور لېسټ کې واچوي.

په پېښور کې د سیمه ییزو او دفاعي چارو شنونکی او پخوانی برېګېډیر سعد محمد خان وايي:

"پاکستان د اېف اې ټي اېف تر فشار لاندې دی نو له دې وجې دلته چې کوم داسې تنظیمونه دي، پر هغوی وار په وار دا بندیزونه لګوي او زه فکر کوم چې دا د پاکستان د راتلونکې لپاره یو ښه ګام دی او دا تنظیمونه د پاکستان د بدنامۍ لامل جوړېږي، د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ اثر غورځوي او بل پلو د سیمې هېوادونه هم د دغو تنظیمونو له وجې له پاکستانه خوشاله نه دي، نو زه فکر کوم دا ښه ګام دی."

هم دا شان یوه بل شنونکي او پخواني برېګېډییر سید نذیز مشال راډیو ته وویل، پاکستان به په راتلونکې کې داسې نور ګامونه هم پورته کوي او په موجوده وخت کې دا یو ډېر ښه ګام دی.

"د پاکستان په سوچ او پالیسۍ کې بدلون راغلی دی او دویمه دا خبره هم ده چې په پاکستان له یوه خوا او بله خوا فشار هم دی. پاکستان تر دې وړاندې هم داسې اقدامات کړي وو او اوس چې يې کوم ګام پورته کړو نو دا هم د دغې سلسلې یوه کړۍ ده."

اېف اې ټي اېف پاکستان ته د روان کال د مې تر پایه وخت ورکړی چې د ترهګرو د مالي مرستو مخه دې ونیسي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۲مه د یادې ادارې په یو بیان کې ویل شوي ول چې تر دې دمه پاکستان کافي اقدامات نه دي کړي نو ځکه به د یاد مهلت پورې دوی په خړ لېسټ کې وي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د فبرورۍ پر ۲۱مه، د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د قامي سلامتۍ د کمېټۍ په غونډه کې، جماعت الدعوه او د دې تر چتر لاندې کارکوونکی تنظیم فلاح انسانیت فاونډېشن ناقانونه وګرځول شول.

XS
SM
MD
LG