د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ۲۶ لاکه ماشومان له سکولونو بهر دي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

که څه هم د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په سکولونو کې یې سږ کال د ماشومانو د داخلولو کمپاین کې تر اتو لاکو زیات ماشومان داخل کړي دي خو وايي چې لاهم ۲۶ لاکه ماشومان له سکولونو بهر دي.

د تعلیم لپاره د دې صوبې د وزیر اعلا سلاکار ضیاء الله بنګش د زیارت په ماښام مشال رېډیو ته وویل چې دوی د دې ماشومانو د زدکړو لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي:

''په سکولونو کې د ماشومانو شمېر له ګنجایشه زیات شوی دی. د دې لپاره موږ په سکولونو کې دوهم شفټ شروع کړ چې پکې څه ماشومان د سهار په وخت او څه د ماسپخین نه پس زدکړې کوي. بل مونږ له سکولونو سره نزدې د کرایه بلډونګونه (ودانۍ) هم ګورو چې پکې ماشومانو ته تعلیم ورکړل شي. او دریمه دا چې مونږ له شخصي سکولونو سره په همکارۍ یعنې پبلک پرایوېټ پارټنرشپ لاندې ماشومان داخلوو چې لګښتونه به یې حکومت ورکوي.''

بلخوا د تعلیم په اړه د څیړونکې غیر سرکاري ادارې الف اعلان ویاند عمر اورکزی وايي چې حکومت په سکولونو کې څومره شمېر ماشومان داخلوي، نزدې هم دومره شمېر کې ماشومان سکولونه پریږدي.

د دې څه وجوهات دي؟ نوموړي په دې هکله وویل:

''د جینکو د سکولونو پریښودلو وجوهاتو کې د سکولونو لیرېوالی، د استادانو او سهولتونو کمی شامل دي. تر پنځم جومات پورې سکولونه خو په زیاترو برخو کې شته خو د هغې نه پس بیا د جینکو سکولونه کم او فاصلې یې زیاتې دي نو ځکه له جینکو تعلیم پاتې شي. په قبایلي سیمو کې د سکول د عمر خوا اوشا ۷۳ فیصده جینکۍ له سکولونو بهر دي.''

خو ضیاء الله بنګش وايي د دې مسلو د حل لپاره یې هڅې پیل کړي او د جینکو د تعلیم د ودې لپاره یې یو شمېر اقدامات په پام کې نیولي دي:

''مونږ کوشش کوو چې په کومو سیمو کې د جینکو شمېر زیات وي هلته د اتم او لسم جومات پورې د جینکو د سکولونو شمېر زیات کړو. له دې علاوه موږ دا پروګرام هم لرو چې په کومو سیمو کې د جینکو شمېر کم وي او سکولونه ترې لیرې وي، د هغوی د تګ راتګ لپاره انتظام وکړو. دا راز د جینکو لپاره په ځانګړې توګه د ایکسیلیرېټيډ لرننګ پروګرام هم شروع کوو چې پکې به دوی ته په یو کال کې د دوو کلونو برابر تعلیم ورکول کیږي.''

ضیاء الله بنګش زیاتوي چې په خیبر پښتونخوا کې د سکول د عمر ۲۶ لکهه ماشومان له سکولونو بهر دي او حکومت پلان لري چې په راتلونکیو کلونو دا ټول سکولونو کې داخل کړل شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG