د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستانیو مشرانو سره ولیدل


د مې پر ۳۱مه وزیراعظم عمران خان په سعودي عرب کې ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان سفر بلنه ورکړې وه
د مې پر ۳۱مه وزیراعظم عمران خان په سعودي عرب کې ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان سفر بلنه ورکړې وه

اسلام اباد - افغان ولسمشر اشرف غني په اسلام اباد کې له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي.

نوموړی چې د جون پر ۲۷مه د وزیراعظم په بلنه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد نو د کاروبار او صنعتي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داود پر هوايي ډګر ورته ستړي مه شي وکړل.

تر دې وروسته غني د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو مشرانو د افغانستان پر امنیت او سوله خبرې وکړې.

قریشي وویل، هېواد یې په افغانستان کې تلپاتې سوله غواړي او په دې لړ کې به په "ښه نیت او خلوص" خپل کردار تر سره کوي.

له قریشي سره تر لیدو وروسته ولسمشر غني په اسلام اباد کې د وزیراعظم دفتر ته ورغی او هلته یې له عمران خان سره خبرې پیل کړې.

دا سفر تر هغې وروسته دی چې د جون پر ۲۲مه د افغانستان یو شمېر سیاستوالان اسلام اباد ته ورغلي ول او هلته یې د سولې په اړه په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

د ولسمشر ویاند ویاند هارون چخانسوري د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په دې سفر کې پر څلورو موضوعاتو تمرکز کېږي.

لومړی د سیمې هېوادونو یو بل سره تړل چې ورسره به کاروبارونه او اقتصادونه وده ومومي. دویم، دواړه لوري پر سوداګرۍ، ټرانزېټ او په افغانستان کې پر پانګونې بحث کوي. درېیم، غني او خان د امنیت پر لارو چارو هم غږېږي او څلورم، د دواړو هېوادونو مشران د افغانستان جګړې پر ختمولو او سوله خبرې اترې کوي.

دا له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د اشرف غني پاکستان ته درېیم سفر دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۶مه په یوه بیان کې وویل، غني به په لاهور کې د کاروبار په اړه یوې غونډې ته ورځي چې ورته له دواړو هېوادونو څخه کاروباریان وربلل شوي.

بیان زیاتوي چې د دواړو هېوادونو پلاوي به پر یو شمېر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او د سولې پر موضوع خبرې کوي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني له خپل پاکستاني سیال ډاکتر عارف علوي سره هم وویني.

XS
SM
MD
LG