د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قومي اسمبلۍ د وفاقي بجټ منظوري ورکړه


د پاکستان قومي اسمبلۍ
د پاکستان قومي اسمبلۍ

د پاکستان قومي اسمبلۍ د مالي کال ۲۰۱۹-۲۰ لپاره تر ۷ زره اربه روپیو زيات د وفاقي بجټ په باقايده توګه منظوري ورکړه.

د اسمبلۍ غونډه د جون پر ۲۸مه د سپيکر اسد قېصر په مشرۍ کې پیل شوه او پر بجټ تر بحث وروسته د منظورۍ لپاره شق وار ووټونه واچول شو.

د بجټ په حق کې ۱۷۶ او په مخالفت کې یې ۱۴۶ رایې واچول شوې.

د بجټ منظورولو پرضد د مسلم ليګ ن او پيپلزګوند په کډون د اپوزيشن ګوندونو پارليماني استازي د احتجاج په توګه پر خپلو څوکيو ودريدل او د حکومت پرضد يې نعرې ووهلې.

د قومي اسمبلۍ تر غونډه وروسته د اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان رسنيو ته وويل چې ګوند يې د اپوزيشن ټول چالونه ناکامه کړل او د بجټتر منظورولو وروسته حکومت په اييني توګه خپله برتري ثابته کړه.

د اپوزيشن مشرانو د جون په ۲۶مه په اسلام اباد کې په ګڼ ګونديزې غونډه کې پرېکړه کړې وه چې هم به بجټ منظورۍ ته نه پرېږدي او هم به یې پرضد په پارلمان دننه او بهر احتجاج کوي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د قومي اسمبلۍ تر غونډه وروسته رسنيو ته وويل “ حکومت په درغلي بجټ منظور کړی دی او له موږ سره بې له دې بله لاره نشته چې ولس ته لاړ شو.”

نوموړي د قومي اسمبلۍ پر سپيکر تورونه پورې کړل او ویې ویل چې ، “ موږ ته دا اندازه نه وه چې اوسنی اسپیکر به دومره جانبداره وي چې په ښکاره توګه د حکومتي بنچونو طرفتداري کوي.”

بلاول بټو وویل ، “د ملک په تاريخ کې کله هم داسې بجټ نه دی منظور شوی چې حکومت پر غريبانو تر بوج اچولو وروسته مالداره طبقي ته اسانتياوې ورکوي او دا د تحريک انصاف نه بلکه د پيسو نړيوال صندوق يا ای ايم ايف بجټ دی.”

نوموړي زیاته کړه چې که حالات هم داسې روان وو نو بيا دا نظام نشي چليدلای.

اقتصاد پوه ډاکټر انور شاه وايي د اپوزيشن ګوندونو دا خبره سیمه ده چې د بجټ تر منظورۍ وروسته به په ملک کې ګراني زیاتېږي.

ده وویل ، “ دا ځکه چې حکومت له نويو ټيکسونو سره سره پر مختلفو شيانو رعایتونه هم کم کړي دي چې ورسره به د خلکو د ګيس او بجلۍ بلونه نور هم زيات راځي.”

د پاکستان د امدن وزیر مملکت حماد اظهر د جون پر ۱۱مهتر ۷ زره اربه روپیو زيات وفاقي بجټ وړاندې کړی وو چې د تېر مالي کال پرتله ۳۰ فیصده زیات وو.

XS
SM
MD
LG