د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د جولای پر ۲۲مه له ډونلډ ټرمپ سره ویني


دا تر منتخبېدو وروسته د عمران خان امریکا ته لومړی سفر دی
دا تر منتخبېدو وروسته د عمران خان امریکا ته لومړی سفر دی

پراګ - ټاکل شوې چې د جولای پر ۲۲مه، د پاکستان وزیراعظم عمران خان په امریکا کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وویني.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، عمران خان د خالي پر ماسپښین واشنګټن ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لسګونه پاکستانیو – امریکايي وګړو ډلس هوايي ډګر ته د نوموړي ستړي مه شي ته ورغلي ول.

د پاکستان حکومت په وینا، د هغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال فیض حمید هم له وزیراعظم سره یو ځای امریکا ته ورغلي.

دا د عمران خان تر منتخبېدو وروسته د هغه امریکا ته لومړی سفر دی.

د رسنیو له وینا سره سم، ټاکل شوې چې وزیراعظم له امریکايي ولسمشر سره د افغانستان سولې بهیر، ترهګرۍ ضد مبارزې او سیمه ییز امنیت په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړي.

دا په تېرو شاوخوا څلور کلونو کې امریکا ته د پاکستاني وزیراعظم لومړی رسمي سفر دی.

تر دې مخکې پخوانی وزیراعظم نواز شریف په ۲۰۱۵ز کال کې واشنګټن ته تللی وو.

د ډونلډ ټرمپ له منتخبېدو راهیسې د واشنګټن او اسلام اباد تعلقات ساړه شوي.

د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ټرمپ پر ټوېټر په یوه بیان کې تور پورې کړی وو چې پاکستان ورڅخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم اربونه ډالر اخیستي خو په بدل کې یې ورته "دوکه ورکړې" او هغه وسله والو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي چې په افغانستان کې امریکايي سرتېري وژني.

اسلام اباد په بیا بیا وسله والو ته د پټنځای ورکولو تور رد کړی او وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې نه یوازې لوی ځاني بلکې د شاوخوا ۱۰۰ اربه امریکايي ډالرو مالي تاوان هم کړی دی.

په عین وخت کې واکمن پاکستان تحریک انصاف پر ټوېټر په بیانونو کې ویلي چې وزیراعظم د جولای پر ۲۰مه په واشنګټن کې له پاکستانیو – امریکايي کاروباریانو سره ولیدل او هغوی ته یې په پاکستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.

XS
SM
MD
LG