د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز رشید: د اپوزېشن سنېټرانو ضمیر خرڅ کړ او حکومت واخیست


د پاکستان سېنټ
د پاکستان سېنټ

په پاکستان کې د اګست پر لومړۍ نيټه د سېنېټ چيېرمېن صادق سنجراني او مرستيال چيېرمېن سليم مانډويوالا پرضد د بې باورۍ تحريکونه ناکامه شو او دواړه پر خپلو څوکيو پاتې شول.

د صادق سنجراني پرضد د عدم اعتماد تحريک قرارداد اپوزیشن ګوندونو او د سليم مانډويوالا خلاف د بې باورۍ قرارداد حکومت او د هغوي اتحادیانو وړاندې کړ.

په پارلمان کې د اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې په سینیټ کې د چېرمین خلاف د بې باورۍ تحریک د ناکامۍ زمه وار حکومت دی.

د مسلم لیګ نون یو مخکښ سینیټر پرویز رشید پر حکومت تور لګوي چې هغه کار یې وکړ چې په پارلیمان کې ورته په ښه سترګه نه کتل کیږي.

ده وویل ، “د ۵۰ او ۶۴ ووټونو په منځ کې فرق د ۱۴ رایو دی او دا په ظاهره له موږ سره وو خو په پټو رایو کې له موږ سره و نه درېدل او ګټه یې حکومت ته ورسېده.”

پرویز رشید وویل ، دا کار د فشار له کبله شوی یا په لالچ کې خو هغوی یوه غیر اخلاقي لوبه وکړه چې په پټو رایو کې یې خرید و فروخت وکړ.

نوموړي وویل چې د اپوزېشن کسانو خپل ضمیر خرڅ کړ او ضمیر اخیستونکی حکومت وو.

خو د پارلیماني امورو وزیر مملکت اعظم سواتی د رایو د اخیستو او خرڅول کیدو په اړه د اپوزیشن ګوندونه تورونه ردوي او وايي چې د سینیټ غړیو د ایوان بالادستۍ لپاره د خپل ضمیر په اواز د سینیټ چیرمین په حق کې رایې ورکړې.

ده وویل ، “ سیاسي بحران اپوزیشن پیدا کوي چې څوک له احتسابه ویریږي. د اپوزیشن مشران په اداري فساد کې ککړ دي. د هغوی خلاف کېسونه دي. اوس مشکل زموږ لپاره دا دې چې د هغې لپاره څه نه څه بهانه (پلمه) غواړي.”

نوموړي زیاته کړه چې “ زما په فکر دا وخت د تحریک عدم اعتماد د اپوزیشن لخوا ډېره غټه تېروتنه وه. “

بلخوا پرویز رشید مشال ریډيو ته وویل د جمعې پر ورځ د ګوند په یوه غونډه کې د دوی ټول پارلیمانيمشرانپه دې متفق وو چېد داسې معاملو د شفافیت لپاره باېد د پټو رایو طریقه کار ختمولو لپاره کوشش وکړل شي.

نوموړي وویل دغه تجویز به دوی نورو سیاسي ګوندونو ته هم ورکوي.

خبریال او د سیاسي چارو کارپوه مظهر عباس وايي که پټې رایې وي او که خلاصې،د اخلاقیاتو فیصله به سیاسي ګوندونو ته کول وي ځکه چې د انتخاباتو پر مهال د ګوندونو لخوا د ټکټونو ورکولو پر وخت هم داسې کیږي چې پارلیماني غړي په پیسو اخیستل کیږي او وفادارۍ بدلیږي.

ده وویل ، “ تر کوم وخته چې سیاسي ګوندونه خپل سیاسي کلتور بدل نه کړي نو یوازې دا ویل کافي نه ديچې په دې کې یوه اداره یا بله اداره ککړه ده. د سیاسي پارټيانو لپاره دا ډېره ضروري شوې ده چې هغوی خپل احتساب وکړي او خپل ګوند زیات منظم کړي.”

نوموړي وویل چې رایه که په پټه اچول کیږي او که په ښکاره ، په دواړو صورتونو کې که د ګوندونو غړي له خپلې پارټۍ سره ولاړ وي، نو هله به یو سیاسي کلتور جوړیږي.

مظهر عباس زیاته کړه چې دا اوس څه وشول او تر دې مخکې هم د سینیټ په انتخاباتو کې چې څه شوي دي، د پاکستان د سیاست او جمهوریت لپاره یو داغ دی.

د صادق سنجراني په مخالفت کې ۵۰ رايې کارول شوې وې خود تحريک د بريا لپاره ساده اکثريت ياني ۵۳ رايې په کار وې.

د پاکستان په سېنېټ کې ټول ۱۰۴ غړي دي چې پکې ۱۰۰ سېنېټرانو خپلې رايې وکارولې.۴۵ سېنېټرانو د سنجراني په حق کې رايې واچولې او ۵ ووټونه رد شول.

د پاکستان په سېنېټ کې د متحده اپوزيشن ګوندونو د سېنېټرانو شميره ۶۴ او د حکومت او د هغې د اتحاديانو شميره ۳۶ جوړيږي.

XS
SM
MD
LG