د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اپوزیشن ګڼګوندیزه غونډه کړې


غونډه کې کشمیر کې پر اییني بدلون او د هېواد پر حالاتو بحث کېږي
غونډه کې کشمیر کې پر اییني بدلون او د هېواد پر حالاتو بحث کېږي

اسلام اباد - د اګست پر ۱۹مه د جمیعت علمای اسلام (ف) په مشرۍ د پاکستان د اپوزیشن په ګڼګوندیزه غونډه کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر اییني بدلون، د سېنېټ مشر پر وړاندې د بې باورۍ تحریک تر ناکامۍ وروسته پر حالاتو او د اپوزیشن مشرانو پر ګرفتاریو بحث شوی دی.

جمیعت علمای اسلام (ف) په یوه بیان کې ویلي، په اسلام اباد کې د غونډې کوربه مولانا فضل الرحمان وو چې پکې د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، متحده مجلس عمل، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قامي وطن ګوند او نیشنل پارټۍ په ګډون د ځینو نورو ګوندونو مشران او غړي موجود ول.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین مشال راډیو ته ویلي، په دې غونډه کې اپوزیشن د سېنېټ په انتخاباتو کې د چېرمین صادق سنجراني په حق کې د ۱۴ اپوزیشن سیاستوالانو ووټونو په اړه پر تګلاره خبرې وشوې.

په جولای کې اپوزیشن د سېنېټ مشر پر ضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړ خو په سېنېټ کې د اکثریت باوجود بریالی نشو.

له نتیجې سره سم، د سنجراني په مخالفت کې ۵۰ ووټونه اچول شوي ول خو اپوزیشن ته د تحریک بریا لپاره د ۵۳ ووټونو ضرورت وو.

هغه مهال ګوندونو اعلان وکړ چې د هغو سیاستوالانو ضد به اقدام کوي چې د پټې رایې اچونې پر مهال یې د سنجراني په حق کې ووټ ورکړی وو.

د غونډې کوربه د جمیعت علمای اسلام (ف) مولانا فضل الرحمان دی
د غونډې کوربه د جمیعت علمای اسلام (ف) مولانا فضل الرحمان دی

د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزیشن ګوندونو د غړو شمېر ۶۴ او د حکومت او ملګرو یې ۳۶ غړي ول.

اپوزیشن د نیشنل پارټۍ حاصل بزنجو د سېنېټ مشرۍ ته نومولی وو.

د اګست پر ۱۹مه، د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف د ناروغۍ او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د مصروفیتونو له وجې ګڼګوندیزې غونډې ته نه دي ورغلي خو پلاویو یې پکې ګډون کړی.

له دې علاوه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزی، د قامي وطن پارټۍ افتاب شېرپاو، د عوامي نیشنل ګوند حیدر هوتي او میا افتخار حسین او د نیشنل پارټۍ حاصل بزنجو په غونډه کې برخه اخیستي.

هلته د اطلاعاتو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان پر ټوېټر په بیان کې لیکلي: "د اپوزیشن دا غونډه د خپلمنځي سیاست یو بل قسط دی."

نوموړې زیاته کړې چې "یو بل ته ریښتیا نه ویونکي به ولس ته څه ریښتیا ووايي."

XS
SM
MD
LG