د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې خبرو ځنډېدو پاکستاني ګوندونه نهیلي کړي


د طالبانو استازو پر نهو پړاوونو کې له امریکايي مقاماتو سره خبرې وکړې.
د طالبانو استازو پر نهو پړاوونو کې له امریکايي مقاماتو سره خبرې وکړې.

پراګ ـ د امريکايي ولسمشر له خوا د افغان سولې خبرو درولو اعلان د پاکستان ځينې سیاسي ګوندونه نهيلي کړې دي.

ډونلډ ټرمپ د سېپټېمبرپر اوومه نېټه پر ټوېټر وليکل، له طالبانو سره مذاکرات ځکه دروي چې هغوی د کابل د هغه بريد ذمه واري منلې چې پکې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي ول.

کله چې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شول نو د پاکستان حکومت ترڅنګ د دې هېواد ټولو سياسي ګوندونو يې ملاتړ وکړ.

خو د ولسمشر ټرمپ د خبرو اترو د درولو اوسني اعلان ځينې ګوندونه اندېښمن کړې دي.

په سېنېټ کې د واکمن تحريک انصاف پارلماني مشر شبلي فراز د سېپټېمبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د افغان سولې خبرو د درولو اعلان ناهيله کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د خبرواترو په دوران کې هر فریق د برلاسي کېدو لپاره ورانونکي کارونه کوي خو بايد د دې يو تلپاتې حل وموندل شي.

د پاکستان اپوزيشن ګوند مسلم ليګ نواز ډلې هم د سولې خبرو ملاتړ کړی وو خو په سېنېټ کې د اپوزيشن مشر راجا ظفرالحق مشال راډیو ته وويل چې د مذاکراتو په کاميابۍ سره سر ته د رسېدو په اړه يې وار له مخه وېره درلودله.

هغه زياته کړه،

"د مذاکراتو په دوران کې تشدد هم روان وو خو کوشش وو چې دواړه غاړې سره کښېنول شي چې حل را واېستل شي. خو کله چې دا خبرونه راغلل چې خبرې اترې په اخري مرحله کې دي نو خلک مطمين خو ورسره اندېښمن هم وو چې هسې نه خبرې اترې ختمې نه شي. هم هغسې وشول نو اوس د دې بيا شروع کول او اعتماد بحالول به نور هم مشکل شي. ښايي په سمدستي توګه مذاکرات بيا پیل نشي."

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډیو ته وويل، ولسمشر ټرمپ ته پکار وو چې د مذاکراتو په پیل کې يې پر طالبانو د تشدد نه کولو شرط اېښودلی وای.

هغه زياته کړه چې طالبانو افغان حکومت له پامه غورځولی وو او يوازې يې له ولسمشر ټرمپ سره خبرو ته ارزښت ورکولو.

د ده په وينا، ولسمشر ټرمپ بايد د خبرو اترو په اړه د افغانستان ټاکل شوي حکومت ته ترجېح ورکړي.

د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهیم هم د سولې د مذاکراتو د درېدو اعلان ناهيلې کړی دی. نوموړي له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال پر طالبانو او امريکا دواړو نيوکې وکړې.

هغه زياته کړه چې د طالبانو له خوا د مذاکراتو په دوران کې بريدونه کول ښه کار نه وو چې له دې کبله ولسمشر ټرمپ ته د مذاکراتو درولو پلمه په لاس ورغله.

نوموړي وويل چې په افغانستان کې د امريکا شتون تر ټولو لوی خنډ دی.

د ولسمشر ټرمپ له لورې له طالبانو سره د مذاکراتو درولو په اړه مشال راډیو د عوامي نېشنل ګوند او جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې له ځېنو مشرانو سره د رابطې هڅه وکړه خو بريالۍ نشوه.

XS
SM
MD
LG