د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ډېری برخو کې عاشوره لمانځل کېږي


په اسلام اباد کې د عاشورې جلوس
په اسلام اباد کې د عاشورې جلوس

نن د نهې پر ورځ په پاکستان کې د محرم لسمه (عاشوره) په مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځل کيږي. اهل تشيع د ملک په وړو او لويو ښارونو کې ماتمي جلسونه راويستي دي او پر ټاکل شویو لارو تر تېرېدو وروستو به نن ماسخوتن پای ته رسيږي.

د جلسونو پر مهال د ناامنۍ پېښو مخنيوي لپاره په زياتره لويو ښارونو کې موبايل ټېليفونونه غېر فعاله کولو سره د موټرسايکل پر غبرګو سورلو هم بنديز لګول شوی دی.

نن د محرم په لسمه د راولپنډۍ د امام بارګاه عاشق حسین، امام بارګاه کرنل مقبول او ټايرو والا امام باړې نه ماتمي جلوسونه رااېستل شوي چې په خپلو ټاکلو لارو روان دي او ماسخوتن به پای ته رسېږي. د جلوس په لارو کې د شربتو او اوبو سبيلونه هم لګول شوي دي.

د راولپنډۍ پوليسو تر مخه جلوس لارې هر قسمه ټرېفک لپاره بندولو سره د ښار په مختلفو برخو کې موبايل ټېليفون هم غېرفعاله کړل شوي دي. د دې ترڅنګ د موټرسايکل پر غبرګه سورلۍ بنديز لګولو علاوه د ناامنۍ پيښو مخنيوي لپاره په لوی شمېر کې پوليس هم ګومارل شوي دي.

په بنو کې د محرم لسمې جلوس
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

بلخوا په اسلام اباد کې د نهم محرم ماتمي جلوس چې د غرمې په يوه بجه سېکټرجي سکس ټو کې د اثنای عشرې امام بارګاه نه راوويستې شوې وو ټاکل شوو لارو نه تيريدو وروستو تير ماسخوتن په يولس بجې هم د ياد سېکټر په امام بارګاه کې پای ته ورسيدو.

د جلوس امنيت لپاره اسلام اباد پوليسو سره سره د رېنجرز، اېف سي، ټرېفک پوليس، سپېشل برانچ او بم ډسپوزل سکواډ ۲۲۰۰ اهلکاران ځايې پرځايې کړې شوي وو دې ترڅنګ د جلوس لارې ته تلونکې ټولې وړې او لوې لارې په اغزنو تارونو او کنټېنرو تړل شوې وې او تر تلاشۍ وروستو به په مخصوصو لارو خلکو ته په جلوس کې د ګډون اجازه ورکول کېده.

نن د محرم پر۱۰مه په ملک کې عامه رخصتي ده او ټولې کاروباري او تعليمي ادارې بندې دي.

د ذکر ده چې په دې ورستېو کلونو کې د محرم مياشتې دوران د شيعه مسلمانانو پرماتمي جلوسونو وسله وال بريدونه شوي وو چې لوجې يې د دې مياشتې په راتګ سره د ملک په وړو او لوېو ښارونو کې کلک امنېتي ګامونه پورته کېږي.

XS
SM
MD
LG