ټاکل شوې ده چې د پښتنو ملتپاله ګوندونو مشران د افغانستان حکومت په بلنه د سپټمبر پر ۱۷ کابل ته روان دي او د ولسمشر اشرف غني لخوا رابلل شوي امن کنفرنس کې به ګډون کوي.
د قامي وطن پارټۍ يو مرکزي غړي هاشم بابر بيګا ناوخته مشال راډيو ته وويل د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه يې د ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو کابل ته روان دی او هلته کېدونکې امن کنفرنس کې به د خپل ګوند استازیتوب کوي.
د نوموړي وينا وه په افغانستان کې ولسمشريز انتخابات کېدونکي دي او د امريکا لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو بهیر هم ودرېدلو نو له دې حوالې سره دا کنفرنس رابلل شوی دی.
بلخوا د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سېکرېټري جنرل ميا افتخار حسین د سېپټېمبر پر ۱۴مه په باچا خان مرکز پېښور کې د افغانستان په باب شوي سېمينار ته ويلي ول د ګوند مرکزي صدر به يې د نهې په ورځ کابل ته ځي او له ۱۸م سېپټېمبر څخه پیلېدونکې امن کنفرنس کې به د پښتنو نمايندګي کوي.
دې ترڅنګ د سپټمبر په ۱۵مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته د دې خبرې پخلی وکړ چې محمود خان اڅکزی به هم په کنفرنس کې د ګډون لپاره کابل ته ځي.
خبریال طاهر خان وايي د افغانستان حکومت دا کوښښ دی چې په هره طريقه چې وي په ملک کې امن پرځای کړي او دا غونډه هم د دغه کوښښونو يوه برخه ده چې ورته يې د پاکستان د مختلفو ګوندونو مشران وربللي دي.
دا ډول امن کنفرانسونه خود اغېز لري، حکومتونه چې کله يو کار پخپله نه کول غواړي نو بيا د سياسي مشرانو له لارې خپل پېغامونه يو بل ته استوي.خبریال طاهر خان
د نوموړي وینا وه دا قسمه امن کنفرنسونه او غونډې ضرور اثر لري او حکومتونه چې کله يو کار پخپله نه کول غواړي نو بيا د سياسي مشرانو له لارې خپل پېغامونه يو بل ته استوي د پښتنو دې ملتپاله ګوندونو مشرانو خبروته نه صرف په پاکستان بلکې په افغانستان کې هم ولس اهميت ورکوي.
د ذکر ده چې تر دې وړاندې هم اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزی او افتاب احمد خان شيرپاو پشمول د دوی د ګوندونو يو شمېر نورو غړیو وخت پر وخت د کابل سفرونه کړي دي او د افغانستان له مشرتابه سره يې د دې سيمې پر امنيت، د خپلمینځيو اړيکو ښه کولو او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو هوارولو په ګډون پر ګڼو نورو چارو خبرې کړې دي.