د پاکستان انتخاباتو کميشن د تحريک انصاف هغه درخواست رد کړ چې مريم نواز دې د مسلم لیګ ن د مرستيالې مشرې له څوکۍ هیسته کړل شي.
نن د نهې په ورځ د الېکشن کميشن مشر سردار محمد رضا خان په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ (بنچ) په خپله فیصله کې وويل، مريم نواز د مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې په توګه د دې عهدې لپاره وړ او اهل ده او ویلي یې دي چې په ګوند کې د مرستیال مشر عهده واک نه لري نو په لرلو او نه لرلو یې هېڅ فرق نه پرېوزي.
خو الېکشن کمېشن په خپله پرېکړه کې دا هم ویلي دي چې مریم نواز د ګوندي مشرتابه او یا هم بلې بااختیاره عهدې ته هله په ټاکنو کې د برخې اخیستو جوګه کېدلای شي چې په ایون فیلډ مقدمه کې سپینه شوې نه وي.
تر فېصلې وروستو د اليکشن کمېشن ودانۍ مخې ته د مسلم ليګ ن غړي بېرسټر ظفر الله رسنيو ته وويل په ۲۰۱۷ز کال کې چې کله د پاکستان پارليمان نوی الېکشن اېکټ جوړ کړو نو پکې د تحريک انصاف په ګډون ټول ګوندونه شامل وو نو په هغه کې دا پابندي نه وه چې يو تن که سزا شوی وي نو هغه د خپل ګوند عهده نشي ساتلی او داسې هېڅ شرط د پاکستان په قانون کې هم نشته نود خدای شکر دی چې الېکشن کميشن زموږ ګزارشات قبول کړل او تحریک انصاف درخواست يې رد کړو نو مطلب دا شو چې مريم نواز د مسلم ليګ ن د دستور مطابق د ګوند مرستياله مشره پاته کېدلای شي.
د روان کال په مې مياشت کې د مسلم ليګ ن صدرشهباز شريف مريم نواز د ګوند مرستياله مشره وټاکله چې پرضد یې د پاکستان تحريک انصاف غړیو مليکه بخاري، فرخ حبيب اوجوېريه ظفر په اليکشن کميشن کې درخواست جمع کړو چې پکې يې ویلي ول مريم نواز د مرستيالې مشرې په توګه ټاکنه د ايين او قانون خلاف ورزي ده ځکه چې نوموړې د هر ډول سياسي او ولسي عهدې لپاره نااهله ګرځول شوي ده.
د ذکر ده چې د تير کال په جولای مياشت کې د اسلام اباد احتساب عدالت مريم نواز ته په اېون فيلډ قضيه کې د ۷ کاله بند سزا اورولو سره سره نوموړې يې د لسو کالو لپاره ولسې عهده ساتلو لپاره هم نااهله ګرځولې وه.
د يادونې ده چې مريم نواز دا مهال د احتساب قامي ادارې نېب په حراست کې ده نوموړې د اګست په ۸ مه نېب چارواکو د چودرې بورې يا شوګر مل په قضيه کې د لاهور څخه ګرفتاره کړې ده.