د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان پر وینا نیوکې ولې کېږي؟


عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال
عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سپټمبر پر ۲۷مه د امریکا په نیویارک کې د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړه.

عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا ، کې زیاتې خبرې د هند تر واک لاندې کشمیر پر حالاتو او د هغه پر سر له هند سره د پاکستان پر تاوتریخوالي وکړې.

نوموړي نه یوازې د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حثیت ختمول وغندل بلکې هلته یې د لګول شوي ګرځبندیز غوښتنه هم وکړه.

عمران خان وویل ، هند او نړۍ باید د کشمیر ولس ته دا حق ورکړي چې خپل راتلونکی په خپله خوښه وټاکي.

د نوموړي په وینا ، که چېرې داسې ونه شي او پاکستان د خپلواکۍ له منځه تلو خطر احساس کړي نو د داسې جګړې امکان هم شته چې ایټمي وسلې پکې استعمال شي.

په پاکستانۍ میډیا او ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان لوی شمېر خلکو د عمران خان د دې څرګندونو ستاینه کړې او دا یې خپل غږ بللی دی.

خو د سیاسي چارو پوه اېمل خټک وايي ، په پاکستان کې عام ولس تل جذباتي خبرې او بیانونه خوښوي.

ده وویل چې عمران خان باید د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څېر فورم کې داسې خبرې نه وای کړې.

"یو خو دا وینا ، د ده له نورو ویناوو او عمل سره په تضاد کې دی او بله خبره دا ده چې پر دومرې مهم دریځ چې ټوله نړۍ ورته غوږ وي ، په څرګندو یا پټو الفاظو د ایټمي وسلو د استعمال خبرداری ورکول سنجیده خبره نه ده"

اېمل خټک وویل ، په نړۍ کې تر دې وړاندې هم داسې اندېښنې وې او راڅرګندې شوې وې چې ګواکې د پاکستان ایټمي وسلې ښايي غیرمحفوظو لاسونو ته ولاړې شي.

د ده په وینا ، د عمران خان دې خبرو ښايي هغه اندېښنې لا زیاتې کړې وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دا څرګندونې پر داسې مهال کې دي چې هند نژدې دوې میاشتې وړاندې تر خپل واک لاندې کشمیر ځانګړی حثیت ختم کړ او هغه یې د ځان برخه وګرځاوی.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر عبدالشکور وايي ، عمران خان که یو پلو د کشمیر په اړه د پاکستان د حکومتي تګلارې په رڼا کې موثره وینا وکړه نو بل پلو یې په خپله جذباتي وینا سره پلویان هم خوشاله کړل.

خو د ډاکټر عبدالشکور په وینا ، عمران خان له ولس سره د کړو وعدو پوره کولو په برخه کې څه لاسته نه دي راوړي.

"د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اداره کې د قرارد راوړلو لپاره چې د کومو شپاړسو هیوادونو د ملاتړ ضرورت وو ، هغه دوي پر دې سربېره حاصل نکړ چې وار له مخه به یې ویل چې دوي ته هغه ملاتړ حاصل دی. نو ویناوې یو شی دی او عملي کار بل شی دی."

د ډاکټر عبدالشکور په وینا ، هم دا وجه ده چې خلک په ملک دننه حالاتو او د عمران خان کارکردګۍ ته ګوري او بیا نیوکې پرې کوي.

عمران خان دا وینا په داسې حال کې کړې ده چې په ملک کې دننه د اپوزېشن ګوندونه هغه د ملکي چارو پر مخ وړلو کې ناکامه بولي او د هغه د استعفی غوښتنه کوي.

خو تحریک انصاف وايي ، اپوزېشن ګوندونه د خپلو درغلیو پټولو لپاره د دوي پر حکومت نیوکې او د هغه پرضد احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG