د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ماشوم ځورونې مخه ولې نه نیول کېږي؟


د ماشوم ځورونې پرضد د احتجاج پخوانی عکس
د ماشوم ځورونې پرضد د احتجاج پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزیرې شېرین مزاري ویلي چې د ماشومانو ځورول کېده لا هم د پاکستان تر ټولو لویه مسله ده.

نوموړې د سپټمبر پر ۲۷مه په لاهور کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یې د یو بل مسوده تیاره کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کارکونکی ارشد محمود وايي ، په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې د کمېدو پر ځای زیاتې شوې دي.

ده وویل چې په مجموعي توګه په ټول ملک کې هره ورځ پر ماشومانو د جنسي تېري لږ تر لږه نهه پېښې په میډیا کې خپرېږي.

"په پښتونخوا کې هم پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې کېږي خو د مخنیوي لپاره یې هغسې کار نه دی شوی لکه څنګه چې په کار ده. پر وفاقي او صوبايي دواړو سطحو قانون سازي شوې ده خو پر هغه قانون عمل نه کېږي"

په بلوچستان کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د کارکونکې ادارې “ سحر” مخکښ عبدالودود ترین وايي ، که څه هم د دوي په څېر نورو غیر حکومتي ادارو د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هڅې کړې دي خو هغوي لا هم خوندي نه دي.

"دلته نه سکولونه له دې خلاص دي ، نه کورونه خلاص دي ، نه د کارکولو ځایونه خلاص دي ، نه د لوبو میدانونه خلاص دي ، نه مدرسې خلاصې دي. په هر ځای کې له ماشومانو سره د زیاتي (تېري) پېښې رامنځ ته شوې او رامنځ ته کېږي"

عبدالودود ترین وویل چې په بلوچستان کې هم د دې لپاره قانون سازي شوې ده خو پر هغه قانون عمل نه کېږي ځکه د ماشومانو ځورول کېده لا هم روان دی.

ارشد محمود وویل ، د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د حکومت او خلکو دواړو له خوا د یو شمېر ګامونو ضرورت وي.

"قانون په کار دی ، د اړوندو ادارو ترمنځ رابطه په کار ده ،خلک باید په دې مسله خبر او پوه وي ، ماشومانو ته دا ورښودل په کار دي چې هغوي به غږ څنګه پورته کوي ، د مور و پلار او ماشوم ترمنځ د اعتماد داسې رشته په کار ده چې ماشوم هره خبره له دوي سره شریکه کړي"

د بشري حقونو وفاقي وزیرې شېرین مزاري دا هم ویلي چې دا به د ماشومانو د ځورول کېدو پرضد د معلوماتو خپرولو لپاره سرکاري او شخصي سکولونو ته په خپله ورځي.

XS
SM
MD
LG