د لاسرسي ځای

تازه خبر

" که حکومت مو مخه ونیوله نو موږ له هم د انتقام چل راځي"


مولانا فضل رحمان وايي، له ادارو سره ټکر نه غواړي، یواځې د حکومتي پالېسیو خلاف پراخ لاریون کوي
مولانا فضل رحمان وايي، له ادارو سره ټکر نه غواړي، یواځې د حکومتي پالېسیو خلاف پراخ لاریون کوي

اسلام اباد ـ د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان وايي، دوی د خپل جمهوري حق په استعمالولو په اسلام اباد کې د ازادۍ مارش کوي او که حکومت یې مخه ونیوله نو د دې باوجود چې دوی تشدد نه غواړي خو بیا به هم دوی د حکومتي پرېکړې پر ضد ګامونه پورته کړي.

د نوموړي وینا وه دوی په درغلیو جوړ حکومت نه مني او تر هغه به احتجاج کوي چې حکومت ړنګ او وزیراعظم استعفی ورکړي.

مولانا فضل رحمان دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۲مه په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. هغه وویل، هغوی د ادارو سره ټکر نه غواړي، یواځې د حکومتي پالېسیو او په انتخاباتو کې د شویو درغلیو خلاف پراخ لاریون یا مارش ترسره کول غواړي.

مولانا زیاته کړه:

"حکومت ته دا خبره کول غواړم چې له عقله دې کار واخلي او زموږ مخه دې نه نیسي او که د تشدد لاره یې خپله کړه نو موږ ته هم د انتقام اخېستو چل راځي."


بل پلو د پاکستان په مرکزي کابینه کې د کشمیر د چارو وفاقي وزیر علي امین ګنډه پور وايي، د مذاکراتو لپاره د حکومت دروازې خلاصې دي خو مولانا فضل رحمان د هغه چا په ایجنډه کار کوي چې پاکستان کمزورې کول غواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"مولانا وزګار شوی دی، ځکه دا خبرې کوي چې ګینې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده. د حکومت دروازې د مذاکراتو لپاره خلاصې دي."

خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، د حکومت او د اپوزېشن ترمنځ چې څومره مسلې دي، پکار ده چې د خبرو اترو له لارې هوارې شي. نوموړی وايي عمران خان او مولانا فضل رحمان ته سیاسي لاره خپلول پکار دي او د اپوزېشن نور ګوندونه دې هم له سیاسي بصیرت نه کار واخلي.

د اکتوبر پر ۱۲مه، د خبري غونډې پر مهال د مولانا فضل رحمان وینا وه چې د دوی د ازادۍ مارش به د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه اسلام اباد ته داخلېږي.

XS
SM
MD
LG