د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر کې د ګوزڼ کمپاین دوه پولیس اهکاران وژل شوي


په کوز دیر کې د ډېسېمبر پر۱۸مه سهار شا او خوا اتنیمې بجې وسله والو دوه پولیس اهلکاران په ‌ډزو وژلي دي.

د کوز دیر پولیسو په وینا دغه پولیس اهلکاران په لال کلا سیمه کې د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکونکې ډلې بدرګه کوله چې د وسله والو په برید کې ووژل شول.

د کوز دیر پولیسو یو افسر ډي ایس پي سعید الرحمن مشال راډیو ته وویل، پېښه د بیشیګرام یونین کونسل په مرخاڼۍ کلي کې د لال کلا تاڼې په حدودو کې رامنځ ته شوې ده. دی وايي وسله وال له بریده پس تښتېدلي دي.

د نوموړي په وینا په پېښه کې د وژل شویو داوړو پولیس سرتېرو فرمان او مکرم مړي هم خارو ته وو سپارل شوي دي.

دی زیاتوي چې په سیمه کې پوځ او پولیسو لټون پیل کړی او شکمن تنان هم نیول شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند د دغه برید ذمه واري منلې ده.

بلخوا له پېښې وروستو د ډیپټي کمېشنر کوز دیر په مشرۍ یوه غونډه هم وشوه چې پکې د ګوزڼ مخیوي ادارې او صحت ضلعي چارواکو په ګډون امنیتي چارواکو هم ګډون وکړ.

پر دې مهال پرېکړه وشوه چې په بشیګرام یونین کونسل چې پېښه پکې شوې ده د اوس لپاره د ګوزڼ کمپاین درول شوی دی خو په نوره ضلع کې به دوام لري.

د ټول هېواد په ګډون په ټوله خیبر پښتونخوا کې نن د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاین درېمه ورځ ده چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه یې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په خپل دفتر کې د پرانستو مهال هوډ ښودلی وو چې د ګوزڼ ضد ټیم کارمندانو او د د هغوی بدرګه کوونکیو ته به پوره پوره تحفظ ورکول کېږي.

د پرانستو غونډې سره په څنګ د خیبر پښتونخوا ګوزڼ ضد ادارې یوه چارواکي عبدالباسط خان له مشال راډيو سره په خبرو کې د پولیو پر زیاتېدونکیو پېښو اندېښنه وښودله. دی زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ګوزڼ وهلي ماشومان ډېر شوي دي.

د نوموړي په وینا تر دا اوسه د رارسېدلیو شمېرو له مخې په ټول پاکستان کې ګوزڼ وهلي ماشومان ۱۰۴ ته رسېدلي چې ۷۴ پکې 'زموږ د صوبې' دي. او 'زموږ په صوبه کې' بیا بنو، لکي مروت، تور غر او شمالي وزیرستان دی چې پکې د ګوزڼ وهلیو شمېر زیات شوی دی. د عبدالباسط په وینا په ۷۴ کیسونو کې بیا ۵۴ د بنو ماشومان دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ضد ادارې یوه اهلکاره حمیده وايي چې کور پر کور ماشومانو ته د څاڅکیو ورکولو بهیر کې دوی تل له ستونزو سره مخامخ وي.

د دې په وینا چې د ماشومانو میندې او پلرونه ترې ضمانتونه غواړي چې دا به یې ماشومانو ته په راتلونکې کې هېڅ زیان نه رسوي.

د ګوزڼ ضد چارواکي عبدالباسط خان وینا ده چې دوی ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکیو ورکولو لپاره په میندو او پلرونو کې د اګاهۍ مهم هم پیل کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو نن پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې په دې کمپاین کې به په خیبر پښتونخوا کې شپږ اعشاره اوه، بلوچستان کې دوه نیم، په پنجاب کې ۱۹ او په سند کې دوه اعشاریه درې میلیونو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي وکول کېږي.

پاکستان وزیراعظم عمران خان د څلورو واړو صوبو اعلی وزیرانو ته سپارښتنه کړې ده چې د ګوزڼ اوسني بهیر مشري دې پخپله غاړه واخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG