د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مېرمنو له حقونو سرغړونې ورځ تر بله زیاتېږي: اپوزېشن سېنېټران


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

اسلام اباد - د پاکستان په سېنټ کې د اپوزېشن غړو ویلي چې په ملک کې د مېرمنو پرضد د تشدد ، جنسي تېریو او تېزاب پاشلو پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.

دوي ویلي چې پاکستان د نړۍ په هغه ملکونو کې څلورم دی چې د مېرمنو حقونه پکې تر پښو لاندې کېږي نو حکومت ته په کار ده چې د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د اپوزېشن ګوندونو سېنېټرانو دا څرګندونې هغه مهال کړې دي چې د مېرمنو د حقونو لپاره د جوړ شوي کمېشن د ۲۰۱۷م کال پر رپورټ یې بحث کاوه.

د لږ پرمختګ کوونکو او وروسته پاته سیمو په اړه د سېنټ د قایمه کمېټۍ مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سېنېټر عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې په په پاکستان کې ۸۰ فیصده مېرمنې له کورني تشدد سره مخامخ دي.

ده وویل،”دلته د پاکستان د بشري حقونو کمېشن یو نظر پوښتنه کړې وه چې په هر یو ساعت کېد یوې مېرمنې عزت لوټل کېږي او له موږ سره د اجمتاعي جنسي تیري مثالونه هم ډیر پراته دي لکه د بېلګې په توګه د مختارا ماي پېښه او ورسره د ځان وژنو شرح هم د سړیو پرتله په مېرمنو کې زیاته ده.”

د پاکستان مسلم لیګ نواز سېنېټر عبدالقیوم وویل چې د دې رپورټ له مخې د پنجاب غوندې پرمخ تللې صوبه کې هم ۸۸۸۲ پېښې مخې ته راغلي دي.

د ده په وینا ، له دې څخه اټکل په کار دی چې په ملک کې مېرمنې څومره له پامه غورځول شوې دي.

د مېرمنو د حقونو لپاره د کارکونکي یو تنظیم - عورت فاونډیشن - یو مشر عاصم ملک مشال راډیو ته وویل چې داسې پېښې پخوا هم وې خو اوس ځکه ډېر ښکاري چې په اړه یې رپورټونه خپرېږي.

نوموړي وویل چې په دې اړه قوانین شته خو د عملي کولو لپاره یې یوازې بیانونه بس نه دي بلکې عملي ګامونه باید پورته کړل شي.

د بشري حقونو وفاقي وزیرې شرین مزاري تېره اونۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ماشومانو د حقونو لپاره زینب الرټ بل تیار دی او ډير ژر به قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وخت پر وخت په خپل بیان کې ویليدي چې د اقلیتونو په ګډون د نرښځيو او د مېرمنو د حقونو او د دوي پرضد د تشدد د مخ نيوي لپاره یې حکومت اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG