د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ او د پي ټي اېم نيول شوي غړي خوشي شول


د پي ټي اېم مخکښان اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال (جنوري ۲۸، ۲۰۲۰)
د پي ټي اېم مخکښان اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال (جنوري ۲۸، ۲۰۲۰)

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ محسن داوړ او عصمت شاه جهان په ګډون د غورځنګ يوشمېر نيول شوي کسان خوشي شوي دي.

محسن او د پي ټي اېم يو شمېر نور غړي د جنورۍ پر ۲۸مه په اسلام اباد کې هغه وخت ونيول شول کله چې يې د غورځنګ له لسګونه پلويانو سره يو ځای د خپل مشر منظور پښتين د ګرفتارۍ پر ضد احتجاج کاوه.

په دې احتجاج کې د محسن داوړ په ګډون، علي وزير، افراسياب خټک، بشرا ګوهر، عصمت شاهجهان او د پښتون ژغورنې غورځنګ يوشمېر نورو مخکښانو او غړيو ګډون درلود.

د احتجاج په وروستيو شېبو کې پوليسو محسن داوړ او د پي ټي اېم شاوخوا ۳۰ نور غړي ونيول. خو د څو ساعتونو تر ايسارېدو وروسته يې محسن داوړ، عصمت شاهجهان او ځېنې نور غړي بېرته خوشي کړل.


محسن داوړ تېره شپه [د جنورۍ ۲۸مې] ناوخته پر ټويټر وليکل چې پوليسو ورته وړانديز وکړ چې دی خوشي کوي خو د هغه په وينا ده ورته وويل چې تر څو ټول نيول شوي کسان نه وي خوشي شوي نو دی به هم په زندان کې وي. نوموړی زياتوي چې دی او ځېنې نور ملګري يې خوشي شول خو اوس هم ځېنې کسان په بند کې پاتې دي چې دی به يې د جنورۍ پر ۲۹مه درک معلوم کړي.

خو د اسلام اباد کوهسار تاڼې پوليس چارواکو نن سهار (د جنورۍ ۲۹مه) مشال راډيو ته وويل چې نيول شوي ټول کسان يې خوشي کړي دي.

د پېښور پوليسو منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۷مه پیشلمي مهال نیولی و. د نوموړي د خوشي کولو لپاره پرون [د جنورۍ پر ۲۸مه] د پاکستان او افغانستان په يوشمېر ښارو کې احتجاجي مظاهرې شوي.


پرون د پېښور يو عدالت د منظور پښتین د ضمانت درخواست هم رد کړ او هغه يې ډېره اسماعيل خان عدالت ته ولېږی. تر دې يوه ورځ وړاندې ياد عدالت نوموړی د پلټنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره او د ده نور نیول شوي ملګري یې خوشې کړل.

پولیسو پر منظور پښتین د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو او د رياست پر ضد د سازش کولو دفعې لګولې دي. خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه بې بنیاده بللي او ويلي يې دي چې د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG